افغان سوله او جګړه
طالبانو د امریکا هغه خبره رد کړې چې ګواګې دوی له واشنګتن سره پر ژمنو ولاړ نه دي. د طالبانو مرکچي پلاوي مرستيال عباس ستناکزی چې يوه سفر کې روسيې ته تللی، نن پر انلاين خپرېدونکي يوه خبري کنفرانس ته خبرو کې دا هم وويل، که اشرف غني له جګړې لاس واخلي، او ووايي چې له دندې لرې کېږي، دوی چمتو دي له نوي حکومت سره کار وکړي. د امریکا دفاع وزارت تازه ویلي، طالبان د تاوتریخوالي کمولو او له القاعده سره د اړیکو پرېکولو په ګډون له واشنګټن سره کړي تړون کې پر خپلو ژمنو نه دي درېدلي. نور جزئیات له کابله شازیه حیا راکوي.