افغان حکومت د سولې په اړه د مسکو غونډې ته پلاوی استوي

سفیر

د عکس سرچینه، MFA Afghanistan

افغان حکومت منلې چې د سولې په اړه د مسکو غونډې ته خپل پلاوی استوي. د افغان چارواکو په خبره ټاکل شوې تر دوو ورځو مشخصه شي چې د افغان دولت له لوري په دې غونډې کوم کسان ګډون کوي.

د دې غونډې موخه د افغان سولې ملاتړ او د دې بهیر د ګړندي کول، د افغان جګړې د پایته رسول او پر اوربند خبرې کول دي.

ټاکل شوې ده چې دا ناسته به د روانې مارچ میاشتې په ۱۸مه نیټه وشي.

د روسیې حکومت د افغانستان څلور حکومتي کسان، لږ تر لږه ۶ سیاسي مشران او د طالبانو له اړخه پنځه تنه یادې غونډې ته ور بللي دي.

دا ناسته د ترویکا په نوم د امریکا، روسیې، چین او ورسره پاکستان لخوا درې اړخیزه میکانیزم په چوکاټ کې جوړېږي.

د بهرنیو چارو وزارت ستر سلاکار باري سلام د دې غونډې په اړه بي بي سي ته وویل:

"دولت لېوال دی چې دې غونډې ته استازي معرفي کړي، خو تر اوسه مشخص نه ده چې څوک به وي، خو په ټوله کې موږ دا مسئله تائیدوو او په یوه یا دوو راتلونکو ورځو کې به ښکاره شي چې د حکومت له لوري به کوم کسان په دې غونډه کې ګډون وکړي".

"مسکو ناسته د دوحې بهیر سره ټکر کې نه ده"

سرگې لاوروف

د عکس سرچینه، Getty Images

ورته مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف ویلي، د مسکو غونډه د دوحې د غونډې ملاتړ لپاره ده او له دې غونډې سره په ټکر کې نه ده.

نوموړي دا څرګندونې نن پنجشنبه په دوحه کې له خپل ترکي او قطري سیالانو سره کتنه کې کړې دي. ښاغي لاوروف وویل:

"موږ ته دا مهمه ده چې افغانستان کې روان ناورین ژر تر ژره پای ته ورسیږي. ښايي ګاونډي هېوادونه هم هڅې کوي موږ تل هڅې کوو هغه که له قطر او یا بل کوم هېواد سره وي. دا د رقابت یا بله کومه موضوع نه ده . دا مهمه نه ده چې د مسکو یا بل کوم بهیر وي ، مهمه یې پایله ده. طبعا موږ وضعیت له نږدې څارو او د دوحې خبرو ملاتړ کوو. خو ښايي بشپړه بریا یې نه وي لرلي ".

د قطر د بهیرنیو چارو وزیر محمد بن عبد الرحمن آل ثاني هم وویل، حکومت یې مسکو کې جوړېدونکې غونډې سره کومه ستونزه نه لري. نوموړي زیاته کړه:

"موږ په دوامداره توګه له روسیې سره په اړیکه کې یو او همغږي لرو. موږ نورو غونډو ته، دوحه کې د افغان بیلابیلو لوریو ترمنځ د سولې روانو خبرو د سیالو غونډو په سترګه نه ګورو. دا غونډې به په قطر کې د سولې روان بهیر ملاتړې وي. د سیمې د مسلو په اړه د روسیې او قطر ترمنځ اړیکي د روڼتیا او باور پر بنسټ ولاړې دي. د روسیې له خوا د دوحې بهیر ملا تر ارزښتمن بولو، له روسیې مننه کوو چې د مسکو غونډه کې یې د قطر استازي ته هم بلنه ورکړې ده. او دا ښيي چې د افغان بیلابیلو لوریو ترمنځ د خبرو بنسټیز بهیر ، هغه بهیر دی چې په دوحه کې جریان لري. ټول ښکیل هېوادونو دې لړ کې زموږ ملاتړ کوي او روسیې د دې ملاتړ په سر کې ځای لري ".

د سولې لپاره د سیمې هېوادونو د هڅو هرکلی

غني

د عکس سرچینه، ARG

افغان دولت وايي، د سولې له بهیره د ملاتړ او د سیمه ییزې اجماع رامنځ ته کولو له امله د روسیې، امریکا، ترکیې او نورو هېوادونو د هڅو هرکلی کوي.

تر اوسه روښانه نه ده چې د مسکو په غونډه کې به د سیمې په کچه د کومو هېوادونو استازي ګډون وکړي.

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال، د ملي امنیت سلاکار یا د بهرنیو چارو وزیر د دې غونډې لپاره د افغانستان د پلاي د مشرۍ لپاره غوراوي دي.

د مصالحې عالي شورا په دې غونډه کې ددې شورا د مشر عبدالله عبدالله د ګډون په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

په دې تړاو تېره ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ کې هم غونډه شوې چې پکې ولسمشر غني له ځینو جهادي رهبرانو او سیاسي مشرانو سره د سولې په تړاو بحث کړی دی.

ورته مهال د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د دې وزارت مرستیال په دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې د افغان سولې د بهیر په اړه بحث کړی.