لویه څارنوالي: دوو ولایتونو کې لسګونه چارواکي په فساد تورن پېژندل شوي

فساد، اداري فساد، افغانستان
د عکس تشریح، د ډسمبر ۹ مه له اداري فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.

د ډسمبر ۹مه له اداري فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. ملګري ملتونه وايي د کورونا وېروس له خپرېدو وروسته په نړیواله کچه د بېړنیو روغتیايي چوپړونو وړاندې کولو اړتیا رامنځ ته شوه خو په ځینو هېوادونو کې د څار سیستم د نشتوالي له امله د دغو چوپړونو وړاندې کولو لپاره د پېسو لګولو په برخه کې پراخ اداري فساد ته زمینه برابره شوه.

افغانستان هم یو هغه هېواد دی، چې پکې له کورونا وبا سره د مبارزې لپاره بېلو شویو پیسو کې د پراخ فساد ادعاوې شوې دي.

د افغانستان پلټنې عالي اداره وايي، کابو ۱۲۰ حکومتي چارواکي یې له کورونا وېروس سره مبارزې لپاره ځانګړو شويو پیسو کې د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي کړي وو.

بل خوا د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي، په هرات او میدان وردګو کې د هغو چارواکو دوسیې بشپړې او محکمې ته استول شوې چې په وینا یې د کوېډ ۱۹ لپاره بېلو شویو پېسو کې پرې د فساد تورنونه وو.

له دې سره سره چې نړیوالې ټولنې او یو شمېر مرستندویه هېوادونو له افغانستان سره د خپلو مرستو دوام له اداري فساد سره د افغان حکومت له جدي مبارزې سره تړلی دی بیا هم د ځینو شنونکو په وینا څرنګه چې ښايي حکومت له اداري فساد سره هغسې جدي مبارزه نه کوي.

خو حکومت وايي، په وروستیو کلونو کې یې ګن شمېر لوړ پوړي او ټیټ پوړي چارواکي د اداري فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

د خلکو نیوکه بيا دا ده چې لویې څارنوالۍ د خپلو پلټنو پایلې له ولس سره نه دي شریکې کړې یا له میاشتو او ان کلونو څېړنو وروسته څرګنده شوې نه ده چې تورنو کسانو رښتیا هم فساد کړی که د سیاسي لوبې قرباني شوي دي.

د لویې څارونوالۍ ویاند جمشید رسولي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل په اتو ولایتونو هرات، نورستان، میدان وردګ، بدخشان، کندهار، سمنګان، تخار او غور کې د هغو چارواکو دوسیې څېړي، چې په وینا یې د کورونا وېروس مبارزې لپاره ځانګړو شویو پېسو کې پرې د فساد تورونه دي.

ښاغلي رسولي زیاته کړه: ''د هرات د قضیې په اړه پلټنې بشپړې شوې، د هرات د والي په ګډون ۲۱ کسان تورن پېژندل شوي او دوسیې يې محکمې ته استول شوې دي، د میدان وردګ قضیه هم بشپړه شوې او د پخواني والي په ګډون ۱۷ کسان تورن پېژندل شوي او دوسیې یې محکمې ته استول شوې دي. ''

قساد

نژدې څلور میاشتې کېږي، چې لویې څارنوالۍ د کورونا لپاره بېلو شويو پېسو کې د شوي فساد دوسیې څېړل پیل کړي خو لا یې هم د ټولو دوسیو څېړل نه دي بشپړ کړي.

د افغانستان د پلټنې عالي ادارې د رسنیو د برخې مشر فیروز بشري بي بي سي ته وویل، د کورونا وېروس د لومړۍ څپې پر مهال یې، د دغه وېروس مخنیوي لپاره بېلو پېسو کې د فساد په تور شاوخوا ۱۲۰ لوړ پوړي چارواکي لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي وو.

په افغانستان کې یوازې له کورونا وبا سره د مبارزې لپاره بېلو شویو پېسو کې نه بلکې په نورو برخو کې هم د پراخ فساد ادعاوې ډېر ځله شوې دي.

ان ولسمشر محمداشرف غني یو وخت د کورنیو چارو وزارت د فساد زړه وباله.

په وروستیو کې یوې سیمه ییزې رسنۍ د ۹۱ په نامه دولتي کوډ د یو شمېر لوړو پوړو دولتي چارواکو له خوا د ناسمو لګښتونه راپور خپور کړ چې په خواله رسنیو کې د ادارې فساد پر وړاندې د دولت د روانې مبارزې ادعا یې تر پوښتنې لاندې راوسته.