واشنګټن پوسټ: اداري فساد وسله وال مخالفين پياوړي کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, حميد شجاع
- دنده, بي بي سي لندن
واشنګټن پوسټ:
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په هلمند کې روانې نا امنۍ ته په کتو سره وایي، په افغانستان کې اداري فساد د دې لامل شوی چې د حکومت وسله وال مخالفین دومره پياوړې شي.
ورځپاڼه پر افغان ځواکونو هم جدي تورونه لګوي او وایي، په هلمند کې د افغان پوځ ځيني افسران پر طالبانو هم خپلې وسلې خرڅوي، او هم د پیسو په بدل کې خپلې پوستې طالبانو ته ور پرېږدي.
ورځپاڼه وایي د هلمند ولایت اوسېدونکي له فساده دومره تنګ شوي چې ځیني یې ان له طالبانو سره یو ځای شوي دي.
ورځپاڼه د رونټیا د نړیوال سازمان له قوله لیکي چې افغانستان د نړۍ یو تر ټولو "فاسد" هېواد دی، او هغه مالي مرستې چې له دې هېواد سره کېږي، یو پر اتو برخه یې په فساد کې ضایع کېږي.
ورځپاڼه د سیګار له قوله لیکي چې امریکا افغان دولت ته د ۳۲۰ زره وسله والو ځواکونو معاش ورکوي. خو د دې ځواکونو اصل شمېر یوازې ۱۲۰ زره دی.
پاتې برخه یې هسې "پیریان" دي او معاشونه یې د قومندانانو جېبونه ته ځي.
ورځپاڼه وایي، ځیني قومندانان ان د هغو سرتېرو معاشونه هم اخلي چې وار د مخه په جګړو کې وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ټايمز آف انډيا:
د ټایمز اف آنډیا ورځپانه په نوې ډيلي کې د پاکستان د سفیر عبدالباسط له قوله لیکي، هندي پوځ د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې هېڅ کوم پوځي عملیات یا برید نه دی کړی او د هند لخوا دا ادعاوې هسې یوه افسانه ده.
نوموړي وویل، که چېرې هندي پوځ داسې کوم عمل کړی وای نو پاکستان به یې په سملاسي توګه ځواب ورکړی وای.
هندي چارواکي وايي دا برید یې د تېر سپتمبر میاشتې پر ۲۹مه نېټه کړی او د عملیاتو ویډیو هم لري، خو د پاکستان سفیر ویلي چې دا خبره هم سمه نه ده او هغه څه چې ځینو هندي رسنیو خپاره کړي، د اعتبار وړ نه دي.
سفیر عبدالباسط وایي، هندي پوځ یوازې له خپلې خوا د پاکستاني کشمیر پر ځینو برخو ډزې کړې، چې له کبله یې دوه تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي.
د ده په وینا پاکستاني پوځ د دې ډزو سملاسي او مناسب ځواب ورکړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
ډان ورځپاڼه:
د پاکستان ډان ورځپاڼه لیکي، حکومت د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشر ته یوه دوسیه سپارلې.
په دې دوسیه کې د هغو ظلمونو یادونه شوې چې هندي پوځ یې دا مهال په کشمیر کې کوي.
دغه دوسیه تېره ورځ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د لومړي وزیر استازي مشاهد حسین د عمومي اسمبلۍ مشر ته وسپارله.
ورځپاڼه لیکي، د پاکستان استازي په دې کتنه کې پر هند نیوکې وکړې چې د سولې لپاره یې ټولې دروازې تړلي او نه غواړي له پاکستان سره دوه اړخیزه خبرې وکړي، او هم یې د سیمه ییزو ارګانونو په ناسته کې له ګډونه ډډه کړې.
مشاهد حسین ویلي، روان حالت د سولې د خبرو مخه ډب کړې.








