کشمير کې ګرځبنديز: د ماشوم جنازې ته زرګونه خلک راغونډ شوي وو

د عکس سرچینه، AFP
د هندۍ غاړې کشمير په نژدې ټولو برخو کې ګرځبندیز لګول شوی. دا ګام وروسته له هغه واخیستل شو چې په سرینګر کې د ښوونځي د یوه زده کوونکي جسد د مرميو له ټپونو سره وموندل شو.
د ناصر شفيع په نامه دغه ماشوم د تېرې جمعې په ورځ لادرکه شوی و چې د شنبې (۱۷ سپټمبر) په ورځ يې مړی وموندل شو.
د راپورونو له مخې د وژل شوي ماشوم عمر ۱۱ کاله ښودل شوی.
د ګرځبنديز سربېره هم د نوموړي ماشوم د جنازې په مراسمو کې په زرګونو کسانو ګډون وکړ.
راپورونه وايي پولیسو پر هغو کسانو چې د دغه ماشوم جنازې ته راټول شوي وو اوښلن ګاز وکارول.
که څه هم حکومت ویلي وو چې د بېلتون غوښتوونکو مظاهره چیانو د کنټرولو لپاره به له نورو لارو کار اخلي خو امنیتي ځواکونه پر مظاهره چیانو ډزې کوي.
ويل کېږی په کشمير کې انټرنیټي خدمتونه هم ځنډول شوي دي.
د روان کال د جولای پر اتمه د يوې اورپکې ډلې مشر برهان واني له وژل کېدو وروسته په کشمير کې حالات خراب شوي ځکه خو امنيتي چارواکو د لاريونونو او اعتراضونو د مخنيوي په موخه ګرځبنديز لګولی دی.

د عکس سرچینه، AP
په تېرو څو اوونيو کې پوليسو په دغه سيمه کې په لوی شمېر کسان نيولي چې له امله يې د خلکو غوسه راپارولې ده.
د برهان واني له مړينې وروسته په لاريونو او اعتراضونو کې يو شمېر کسان وژل شوی دی، د يوې شمېرې له مخې تراوسه له ۷ زرو ډېر کسان چې ډېری يې نوي ځوانان دي په دغو پېښو کې ټپيان شوي دي.








