کشمير کې د رګبي لوبې مينه وال مخ پر ډېرېدو دي

د عکس سرچینه، Bilal Bakshi
په وروستيو کې د هند تر ولکې لاندې کشمير په ښوونيزو مرکزونو کې د رګبي لوبه په ډېرې چټکۍ سره د ځوانانو په مينځ کې مينه وال پيدا کړي.
په کشمير کې په لومړي ځل په ۲۰۰۳ کال کې دغه لوبه پيل شوه او هغه مهال يوازې يو څو ځوانانو دغه لوبه کوله.
خو اوسمهال په کشمير ۴۰۰۰ ځوانان رګبي لوبه کوي، چې شاوخوا ۱۰۰۰ يې نجونې دي.
۱۳ کلنه ارتقی ايوب وايي ډېره خوشحاله ده چې په کشمير کې نجونې په ډېر شوق دغه لوبه کوي.
دا وايي: ''زه غواړم کشميريانې د لوبې ډګر ته راووځي او نړۍ ته دا وښيي، چې موږ له چا کمې نه يو. د کشمير نجونې ښه وړتيا لري او موږ کولای خپله وړتيا وښيو.''
۱۸ کلنه افرا الطاف له تېره يوه کال راهيسې د رګبي لوبه کوي. دې مخکې د بيډمنټن لوبه کوله. دا وايي کله يې چې وليدل کشميرۍ نجونې رګبي کوي نوې دې هم دې لوبې ته مخه کړه.

د عکس سرچینه، Bilal Bakshi
دا وايي: ''مخکې خلکو دلته دا فکر کاوه، چې نجونې د لوبو ميدان ته نه شي ورتللی، خو موږ دا وښووله چې له چا کمې نه يو.''
د کشمير ځينې هلکان په نړيواله کچه رګبي لوبوي. ۲۰ کلن اشفاق احمد لون له ۲۰۱۲ راهيسې د رګبي لوبه کوي.
اشفاق تر اوسه د رګبي په يوه نړيواله لوبه او څلورو ملي لوبو کې لوبېدلی دی.
دی وايي: ''درې کاله وړاندې رګبي لوبې ته دومره زيات هلکان نه راتلل، لکه چې اوس راځي.''








