د رګبي لوبغاړی د خپلې مېرمنې په وهلو تورن شوی

د عکس سرچینه، Getty
د استرالیا د رګبي لیرې شوی لوبغاړی حازم المصري پر خپلې ښځې د ګوزارونو له کبله تورن ګڼل شوی چې ویل کېږي ۲۵ کلنه ښځه یې ټپي شوې ده.
پولیس وايي، دغه ۳۹ کلن لوبغاړي خپله ښځه په سیډني کې سخته وهلې ده چې پر بدن یې ټپونه لیدل شوي دي.
المصري د (وېټ ریبن اسټرالیا) په نامه د یوې خیریه مؤسسې د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي برخه کې سفیر هم و.
د رګبي لوبډلې لیرې شوي مشر دیو سمیت د استرالیا خبري رسنیو ته ویلي، المصري له لوبډلې د څارونکي په توګه لیرې شوی دی:
''زموږ په لوبه کې ډ کورني تاوتریخوالي لپاره ځای نه شته، دا یو ډېر ناوړه کار دی''.
دی زیاتوي: ''د پېښې په اړه جزییات نه لرم، خو ویلی شم چې د هغه څارونکی رول ختم شوی دی''.
(وېټ ریبن استرالیا) ټولنې هم له المصري ځان لیرې کړی او له خپلې وېبپاڼې یې د هغه انځور هم ایسته کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty
په دغه ټولنه کې کارکوونکې لیپي دیونز وايي: ''ویت ریبن وروسته تر هغه نهیلې شوې ده، چې د بانکسټاون د بولډوګز او حازم المصري په اړه یې تورونه ولیدل''.
دا زیاتوي: ''ویت ریبن هوډ وکړ چې حازم المصري به یې نور سفیر نه وي، او ویت ریبن به له معمول سره سم، تر محکمې وړاندې په دې اړه کوم غبرګون نه ښيي''.
له بولدوګوز لوبډلې سره هم د المصري دنده ځنډول شوې ده.
ددغې لوبډلې مشرې ریلین کاسل وویل: ''موږ د یوه ټیم په توګه له ویت ریبن استرالیا سره خپل کار ته دوام ورکوو، چې د ښځو پرضد تاوتریخوالی له منځه یوسو. باوري یو چې تاوریخوالی زموږ په ټولنه کې ځای نه لري''.

د عکس سرچینه، Getty








