د کارته سخي بریدونو د ډایکنډي ولایتي شورا غړې په ګډون ۱۶ کسان ووژل

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي؛ د کابل په کارته سخي زیارت کې د عاشورا پر ویرجنو د تېرې ورځې په بریدونو کې ۱۶کسان وژل شوي او ۵۴ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په دغو بریدونو کې درې ښځې او دوه ماشومان هم وژل شوي او په ټپيانو کې ۲۶ ښځې دي.
دغه وزارت نن (میزان/تلې ۲۱مه) په خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ یوه ځانمرګي بریدګر چې پوځي جامې یې اغوستې وې، پرون ماښام په شاوخوا ۷:۳۰ بجو پر سخي زیارت ورغی، د زیارت انګړ ته ننوته او پر ویرجنو یې ډزې پیل کړې.
سرچینه زیاتوي، دویم برید د کارته چهار سیمه کې د چهاریار پر جومات په داسې حال کې وشو او یو شمېر کسان یې یرغمل ونیول چې خلکو د عاشورا ویر کاوه. د کورنیو چارو وزارت د بریدګرو د شمېر نه دی ښوولی.
خو پرون د عیني شاهدانو له خولې ویل شوي و؛ څلورو وسله والو چې د پولیسو جامې یې اغوستې وې، د سخي زیارت درې ساتونکي ووژل او ورپسې انګړ ته ننوتل او پر خلکو یې ډزې پیل کړې.
بلخوا د ډایکنډي د والي ویاند بي بي سي ته تایید کړې چې د کارته سخي په برید کې ددغه ولایت د ولایتي شورا غړې سمیه محمدي هم وژل شوې.
امنيتي ځواکونه له څو ساعته نښتې وروسته وتوانېدل چې دغه برید مهار کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
شیعه مسلمانان د تاسوعا او عاشورا په شپو د کابل له بېلابېلو سیمو د ځان وهلو لپاره دغې سیمې ته ورځي. برید هم هغه مهال وشو چې د عاشورا زرګونه ویرجن سره راټول شوي و.
تراوسه هېڅ یوې ډلې ددغه برید مسوولیت نه دی منلی.
د افغانستان ملي یووالي حکومت مشرانو او کابل کې د امریکا سفارت دغه بريد په کلکه غندلی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرو ویلي؛ "دا عمل په افغانستان کې د اسلام مبارک دین د پیروانو یووالي پروړاندې د دښمنانو څرګنده دښمني ده. افغانستان کې د مذاهبو پیروان په پوره سوله ییزه فضا کې ژوند کوي او د سیمې هېوادونو په کچه د مذهبي ګډ ژوند کمسارې بېلګه ده."
د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د افغانستان امنیتي ځواکونو ته ویلي چې د عاشورا ویرجنو د امنیت خوندي کولو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي او دښمن وځپي.
د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دا په افغانستان د سولې او پرمختګ د دښمنانو لخوا مذهبي زغم او ټولیزې همغږۍ ته د سپکاوي یوه بله بېلګه ده.
په کابل کې د عاشورا مراسمو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي و او د تېرې ورځې تر برید وروسته دا ترتیبات نور هم په پلازمېنه کې سخت شوي دي. په کومو سیمو کې چې د عاشورا ویرجن راټولېږي، هغو سیمو ته ټولې اصلي لارې تړلې دي.
نن د محرم په لسمه (د عاشورا ورځ) په افغانستان کې ټولې دولتي ادارې او تعلیمي بنسټونه رخصت دي.
ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه مرستیالانو او یو شمېرو نورو حکومتي چارواکو او سیاسي څېرو په کابل کې د عاشورا په مراسمو کې ګډون وکړ او د اسلام د پیغمبر لمسي امام حسین او د هغه د ملګرو وژل کېدو ویرجنو ټولو مسلمانانو ته یې تسلیت ووایه.








