کابل کې د عاشورا پر مراسمو برید شوی

جومات

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پوليسو يوه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، د رويټرز خبري اژانس ته ويلي په دغه پېښه کې اووه تنه وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپيان دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي د کابل سخي زيارت کې د عاشورا مراسمو پر مهال بريد کې لږ ترلږه ۱۴ تنه وژل شوي او ۲۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وياند صديق صديقي ويلي، له څو ساعته نښتې وروسته امنيتي ځواکونه په دې وتوانېدل چې د وسله والو بريد پای ته ورسوي.

عيني شاهدان وايي، څلورو بريدګرو لومړی د سخي زيارت درې ساتونکي ووژل او وروسته دغه ځای ته ننوتل او پر خلکو يې ډزې پيل کړې.

ډېری خلک دغه زيارت ته د عاشورا مراسمو او ځان وهلو په موخه ورځي.

پوليس وايي بریدګرو د پوليس جامو اغوستې وې.

تراوسه هېڅ کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

وړاندې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نجيب الله دانش بي بي سي ته ويلي، چې د کابل ښار په سخي زيارت کې د عاشورا مراسمو پر مهال بريد شوی دی.

کارته سخي ته ټولې غځېدلې لارې تړل شوې او خلک د پېښې له ځايه د تښتې په حال کې دي.

ماشومه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کارته سخي ته ټولې غځېدلې لارې تړل شوې او خلک د پېښې له ځايه د تښتې په حال کې دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ او اجراييه رياست دغه بريد په کلکه غندلی دی.

امنيتي کسانو د پېښې سيمه کلابنده کړې. پولیسو ویلي ځانګړي ځواکونه هلته د بندو کسانو د ژغورنې په موخه رسېدلي دي.

څو ورځې وړاندې د کابل ګارنیزیون قومندانۍ هم د امنیتي پېښو د مخنیوي په موخه ویلي وو، چې د سړکونو پر سر دې له غونډو او خوځښتونو ډډه وشي.