بنګله دېش کې پر شيعه ماتم کوونکو بمي بريد شوی

بم هغه مهال وچاودېد چې شيعه مسلمانان حسينيه دالان زيارت کې راټول شوي وو
د عکس تشریح، بم هغه مهال وچاودېد چې شيعه مسلمانان حسينيه دالان زيارت کې راټول شوي وو

بنګله دېش کې پر شيعه مسلمانانو يوه بمي بريد يو کس وژلی او لږترلږه ۵۰ نور يې ټپيان کړي دي.

پوليس وايي پلازمېنه ډاکه کې د عاشورا پر زرګونو ماتم کوونکو، په کور کې جوړ شوي چاودېدونکي توکي ګوزار شوي دي.

په بنګله دېش کې د شيعه لږکيو مشران وايي دا لومړی ځل دی چې په دغه هېواد کې د عاشورا مراسم په نښه کېږي.

بم هغه مهال وچاودېد چې شيعه مسلمانان حسينيه دالان زيارت کې راټول شوي وو، چې وروسته بیا د ښار واټونو ته وځي.

پوليسو په دې تړاو درې مشکوک کسان نيولي، خو تر اوسه په دې اړه جزييات نه دي ډاګيزه شوي چې آيا له بريدګرو سره تړاو لري که څنګه.

د چټک غبرګون د ځانګړي ځواک يو ډګروال ضياء الاحسن وايي: ''تر هغه چې موږ پوهېږو دغه بمي بريد يوازې د خلکو د وېرولو او د ګډوډۍ رامنځته کېدو لپاره شوی دی.''

هغه ۵۰ ماتم کوونکي چې د بمي بريد له امله ټپيان شوي روغتيا يې ښه بلل شوې ده.

د ځايي پوليسو مشر عزيز الحق د فرانسې خبري اژانس ته ويلي: ''موږ دوه چاودېدونکي بمونه موندلي. دا د لاسي بم په څېر چاودېدونکي توکي دي چې بېټرۍ هم ورسره تړلې شوې دي.''

د عاشورا د مراسمو پر مهال شيعه مسلمانان د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د لمسي امام حسين رضی الله عنه پر مړينه ماتم کوي.