"د وروستيو ناامنيو لوی لامل پر پوځي دندو د غير مسلکي کسانو ګومارل دي"

د عکس سرچینه، arg
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په يوه ټلويزيوني وينا کې وويل په "هېواد کې د وروستیو نا امنیو لوی لامل پر پوځي دندو د نامسلکه کسانو ګومارل دي."
د ښاغلي غني په وينا "په تېرو دوه کلونو کې په هلمند، اروزګان، کندوز او نورو سیمو کې نا امنۍ د سرتېرو د کمزورۍ له امله نه بلکې علت یې دا دی چې نامسلکي کسان پر پوځي دندو ګومارل شوي دي."
- <link type="page"><caption> بروکسل: افغانستان سره د ۱۵ میلیارده ډالره مرسته اعلان شوه</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/10/161005_ns_brussel_sumite_donors" platform="highweb"/></link>
- <link type="page"><caption> سیګار: د امریکا بېغورۍ افغانستان کې اداري فساد زیات کړ</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/09/160915_gng_sigar_afghanistan_usa" platform="highweb"/></link>
- <link type="page"><caption> د کندهار امنیت په کومه بیه؟</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/10/161009_gn_security_of_kandahar" platform="highweb"/></link>
نوموړي په دې ټینګار وکړ چې د هغو کړیو پر وړاندې به ټینګ ودرېږي چې په حکومت کې د سمونونو پر وړاندې خنډ جوړوي.
له څه مودې راهيسې په کندوز او هلمند ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ نښتو کې زياتوالی راغلی دی او ويل کېږي چې طالبانو د دغو ولایتونو په يو شمېر سيمو ولکه ټينګه کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty
ښاغلی غنی له ا فغانستان سره د نړیوالو د پراخو مرستو ژمنې، د افغان حکومت لویه لاسته راوړنه بولې او ټینګار کوي چې د ده په وینا د افغانستان "دښمنانو" د افغان دولت دغه وروستي بریالیتوبونه و نه زغمل او د نا امنیو په پراخولو سره یې هڅه وکړه چې د "وارسا او بروکسل" غونډې تر اغېز لاندې راولي.
- <link type="page"><caption> د کندوز جګړه؛ دولتي ځواکونو درې سیمې له طالبانو بېرته نیولي</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/10/161008_mns_sixth_day_kunduz_city_clash" platform="highweb"/></link>
- <link type="page"><caption> هلمند والي: وسله وال به ډېر ژر په شا وتمبوو</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/multimedia/2016/10/161009_gn_helmand_governor_interview" platform="highweb"/></link>
د نوموړي په وينا "د سيمې له ځينو نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړيکو زياتېدل او د هند د يو میليارد ډالرو د مرستي اعلان يو بل عامل و چې د افغانستان د استقلال او ترقۍ دښمنان يې نارامه کړل."

د عکس سرچینه، Getty
افغان ولسمشر دغه راز زیاته کړه له هغو طالبانو سره خبرو ته چمتو دی چې واک یې "د پرديو په لاس کې نه دی."
پر افغان حکومت تر ټولو لویه نیوکه داده چې کړې ژمنې یې نه دي عملي کړي، او د اداري سمونونو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه نه لري.
دا چې څوک په حکومتي ادارو کې د سمونونو مخه نیسي ښاغلي غني په دې اړه څه و نه ویل، خو څه موده وړاندې اجرائیه رئیس عبد الله عبد الله له ولسمشر اشرف غني سره له جدي اختلافاتو پرده پورته کړه.








