بروکسل: افغانستان سره د ۱۵ میلیارده ډالره مرسته اعلان شوه

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
بروکسل کې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په غونډه کې له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره ټولټال ۱۵ اعشاریه ۲ میلیارده ډالره مرسته اعلان شوې ده.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني غونډې ته وینا کې وویل، چې افغانستان د اقتصادي ودې، فساد سره مبارزې او بشري حقونو برخه کې پرمختګ کړی دی، خو وايي هېواد یې په دې لړ کې د نړیوالې ټولنې رغنده ملاتړ ته اړتیا لري.
هغه وايي:
''افغانان کولای شي سوله راولي، موږ به سوله راولو، موږ رغوونکي سیاست ته ژمن یو، ویجاړوونکي سیاست ته نه!''
د غونډې پای کې د نړیوالې پرمختیا برخه کې د اروپايي ټولنې کمشنر نیوین میمیکا د مرستو دغه کچه ' د پام وړ ' وبلله:
''اوس هغه وخت نه دی، چې موږ له افغانستان سره د مرستو په تړاو خپلې هېلې کمې کړو.''

د عکس سرچینه، Getty
د مرستو دغه کچه د ۲۰۱۲ کال توکیو کنفرانس له مرستو لږ تو پیر لري. په هغه کنفرانس کې هر کال لپاره له افغانستان سره د ۴ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه شوې وه.
له غونډې مخکې داسې تمه کېده، چې ښايي د یوه کال لپاره به د درې میلیاردو ډالرو ژمنې وشي. له افغانستان نه غوښتنه کېږي، چې له فساد سره د مبارزې او اروپا کې د نه منل شویو کډوالو ستنولو برخه کې نور اقدامات وکړي.
د غونډې پر دویمه ورځ، ولسمشر محمد اشرف غني وویل، تر راتلونکو درو کلونو پورې به افغانستان کې د اوبو د کنټرول او د بندونو پروژې پلي کړي. وړاندې ولسمشر غني ژمنه کړې وه، چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به افغانستان کې ۲۱ بندونه ورغوي، چې پیل یې د هرات له سلما او د میدان وردګو د چک له بندونو و.
اروپايي ټولنې په دغه غونډه کې له افغانستان سره د ۵ میلیاردو یورو ' پنځه اعشاریه شپږ میلیارده امریکايي ډالره ' مرستې اعلان وکړي.
د لویو مرستندویانو له ډلې بریتانیا، جرمني او هند هر یوه یو میلیارد ډالره مرسته اعلان کړې ده.
جاپان د پناه غوښتونکو او په کور دننه د بې ځایه شویو کسانو لپاره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو تر څنګ افغانستان کې د پرمختیا لپاره د نورو ۴۰۰ میلیونو ډالرو مرستې ژمنه وکړه. په نورو مرستندویانو کې ترکیې ۶۰۰ میلیونه، پاکستان ۵۰۰ میلیونه، سعودي عربستان ۱۰۰ میلیونه او ډنمارک د ۲۶۰ میلیونو ډالرو مرستې اعلان کړی دی.

د عکس سرچینه، Anadolu Agency
دغه راز ناروې ویلي، چې له افغانستان سره به د څلورو کلونو مودې کې هر کال د ۷۸ میلیونو ډالرو مرسته کوي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون غونډې ته وینا کې وویل'' له ټولو اړخونو غواړم چې افغانانو ته د کار او ښې حکومتولۍ زمینه برابره کړي او بې وزلي له منځه یوسي او په راتلونکې کې یو حساب ورکوونکی حکومت ولري او افغان حکومت هم د خپلو ستونزو هواری او د سولې راتګ په لومړیتوبونو کې راولي. افغان سوله سیمه ییزه همکاري غواړي.''
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري غونډې ته وویل، افغانستان ته مې ډېر سفرونه وکړل، د سناتور او د بهرنیو چارو د وزیر په توګه، د ملي یووالي حکومت مشرتابه د افغانانانو ډېرې ستونزې پخپلو کې سره حل کړې دي.

د عکس سرچینه، AFP
زه نن دلته د افغانستان د راتلونکې په اړه ډاډه یم، ځکه چې هر کال د افغانستان او نړیوالو ملګرو او شریکانو ترمنځ همکاري او ملګرتیا پیاوړې کېږي.
د بروکسل غونډې په بهیر کې د ' روشنايي جنبش ' په نوم یو شمېر احتجاج کونکي یو ځای شوی وو.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
دوی ویل د دې لپاره یو ځای شوي دي، چې په وینا یې نړیوالو ته وښيي، چې له تبعیضي چلنده شکایت وکړي. دوی مخکې ویلي و، له نړیوالو به وغواړي، چې د افغانستان په ټولو سیمو کې په مساوي بڼه د دغو مرستو لګولو په شرط پورې غوټه کړي.
افغانستان او اروپايي اتحاديې دغه غونډه کې د ( مخکې پرته لار ) په نوم یوه هوکړه لاسلیک کړه، چې په کې د هغو کډوالو په اړه ویل شوي چې په اروپايي هېوادونو کې یې د پناه غوښتنلیکونو رد شوي دي.
بل لور ته د اروپايي شورا مشر ډونلډ ټسک وویل اروپايي ټولنه تمه لري افغانستان به د هغو کډوالو په بېرته ستنولو کې ورسره همکاري وکړي چې د سياسي پناه غوښتنليکونه يې ناکامه شوي یا نه دي منل شوي.
له دې سره همهاله ګڼ شمېر اروپا مېشتو افغان کډوالو د غونډې تالار بهر په یوه مظاهره کې د اروپايي اتحادیې پر هغه پرېکړه نیوکې وکړې، چې ویل کېږي غواړي زرګونه نامنل شوي کډوال بېرته خپل هېواد ته واستوي.








