غني: خیریه مرستې افغانې ښځې نه شي ځواکمنولی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بروکسل غونډې په څنډه کې د افغان مېرمنو ځواکمنتیا په تړاو ناستې ته وینا کې وویل افغانې ښځې خیریه مرستو ته اړتیا نه لري. خیریه مرستې ښځې نه شي ځواکمنولی خو بازار موندنې ته لاس رسی کولی شي دوی ځواکمنې کړي.
ولسمشر غني له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې په مسلکي روزنې او د افغان مېرمنو لاسي تولیداتو ته بازار موندنې برخو کې مرستې وکړي.
ولسمشر غني د ښځو ژوند کې د لاسته راوړنو او ساتلو په تړاو وینا کې وویل، له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې ښځې د تاوتریخوالي قرباني دي او د افغان ښځو په ژوند کې مثبت بدلونونه باید د هېڅ ډول معاملې قرباني نه شي.
د ولسمشر په وینا ''اوسني ګامونه په افغانستان کې د ذهني بدلون په لور خوځښت دی، ملي ولسي تړون د ښځو د حقونو په خوندي کولو کې لومړنی ګام دی، ځکه چې په وینا یې په دې کې خدمات ښځینه او نارینو ته مساوي په پام کې نیول شوي.''
د ښاغلي غني په خبره ''اساسي قانون کې ښځو ته پر ورکړل شویو حقونو هېڅ راز معامله یا جوړ جاړی نه شي کېدای.''
د افغان ولسمشر په وینا پر تګلارو د سړي سالارې ټولنې اغېز هغه څه دي، چې د افغان ښځو په ژوند کې د مثبت پرمختګ پر وړاندې ننګونې راټوکوي او وايي، زده کړو ته نه لاسرسی د دوي د ځواکمنتیا مخه ډب کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty
نوموړي په دې لړ کې یادوونه وکړه، چې د افغانستان ډېری پوهنتونونه د ښځو لپاره د اوسېدو لیلې نه لري او وايي په ټول هېواد کې داسې پنځه لیسې نه شته، چې لیله ولري.
نوموړي دغه راز له اقتصادي او مالي پلوه پر خپلو پښو د ښځو درېدو په لړ کې وویل، چې د صنفي نظام پر مټ نژدې یو اعشاریه یو میلیون افغان ځوانانو دندې موندلې، خو وايي له غالۍ اوبدلو پرته په دغه سکتور کې د افغان مېرمنو شمېر لږ دی.
ولسمشر زیاته کړه د ښځو د زده کړو لپاره موږ باید هدف وټاکو او که مناسب وخت ته په تمه شو نو ښايي ډېر وخت منتظر پاتې شو.

د عکس سرچینه، Getty
غونډې ته وینا کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسي مشرې فیدریکا موګیریني وویل، چې د افغان ښځو ځواکمنتیا موضوع یوازې د بشري حقونو خبره نه ده، بلکې په وینا یې دا د افغانستان د پرمختګ موضوع ده.
د نوموړې په خبره د نن غونډې هدف په دغه برخه کې د عملي ګامونو پورته کول دي.
د ۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته
اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۲۰۰ میلیونه ډالره نوې مرسته اعلان کړه.
د مرستې دغه سند بروکسل کې نن اکتوبر ۴ مه د افغانستان مالیې وزیر اکیل حکیمي او په اروپايي ټولنه کې د اقتصادي همکاریو کمشنرې ونې وین مي ميکا له لوري لاسلیک شو.
- <link type="page"><caption> اروپايي اتحادیه: د افغانستان تحمیلي سوله پایښت نه لري</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2012/01/120124_hh-eu-afg-peace" platform="highweb"/></link>
- <link type="page"><caption> د پيسو نړیوال صندوق بيا افغانستان ته مرستې پيل کړې</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2012/06/120630_ss-imf-new-aid-to-afg" platform="highweb"/></link>
سبا به د کنفرانس په مرکزي غونډه کې د ۷۰ هېوادونو او نژدې ۳۰ نړیوالو سازمانونو استازي له افغانستان سره د خپلو مرستو جاري ساتلو په اړاو خبرې وکړي.
تمه کېږي نور مرسته کوونکي هېوادونه به له افغانستان سره د نویو مالي مرستو په اړه ژمنې وکړي.
بروکسل کنفرانس د افغان حکومت او اروپايي ټولنې په ګډ کوربتوب تر سره کېږي.
بل لور ته د غونډې پر مهال لسګونه اروپا مېشتي افغانان د افغان ولسمشر د ملاتړ په موخه یو ځای شوي وو.
اروپايي ټولنه له افغانستان سره له پنځو تر ټولو ډېرو مرسته کوونکو یوه ده، چې له ۲۰۰۲ کال راهیسې یې له افغانستان سره له دریو میلیاردو ډالرو ډېره مرسته کړې ده.








