د افغان کډوالو مسله د بروکسل ناستې اجنډا کې نه شته
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
د بروکسل ناستې په درشل کې د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري بي بي سي ته هغه رپوټونه رد کړل چې ګني اروپايي ټولنه په دې شرط له افغانستان سره مرسته کوي چې کابو ۸۰ زره افغان کډوال بېرته ومني.
هارون چخانسوري وویل، د بروکسل ناسته کې د کډوالو مسله هېڅ نه مطرح کېږي او نه هم پر دې غونډې پورې تړاو لري.
ده وویل، افغان حکومت دا خبره په ډېر قاطعیت سره ردوي او وايي افغان حکومت له اروپايي ټولنې سره د افغان کډوالو په اړه ډېر بحثونه کړي.
- د افغانستان په تړاو د بروکسل غونډه (ځانګړې پاڼه)
- <link type="page"><caption> بروکسل کې د ښځو ځواکمنتیا غونډې په اړه لنډ بحث</caption><url href="https://www.facebook.com/bbcpashto/videos/1170753546293418/" platform="highweb"/></link>

د عکس سرچینه، Getty
نوموړي وویل، په اروپايي هېوادونو کې پر افغان کډوالو د کوربه هېوادونو او ملګرو ملتونو نړیوال قوانین پلې کېږي او د هغو کډوالو د برخلیک او بېرته باعزته ستنولو په اړه بیا له سره غور کېږي، چې د پناه غوښتنې شرطونه نه شي پوره کولی.
ښاغلی چخانسوري وايي، نړیوال مرستندویان له افغانستان سره متقابله مرسته او حساب ورکول لري او دا مرستې به د افغانستان د ملي بودیجې له لارې د پروژو د لومړیتوب پربنسټ ولګول شي.
نوموړي وویل، افغان حکومت ژمن دی چې خلکو ته اقتصادي فرصتونه برابر کړي او دغه هېواد پر خپل ځان بسیا شي.
ده وویل، افغان حکومت دا ژمنتیا هم لري، چې خصوصي سکټور ته د پانګونې برابرولو لپاره فرصتونه رامنځ ته کړي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP
ښاغلي چخانسوري د بي بي سي دې پوښتنې ته په ځواب کې - چې ایا نړیوال به دې ته زړه ښه کړي چې خپلې مرستې د افغانستان د ملي بودیجې له خوا ولګول شي، حال دا چې افغانستان د ملي بودیجې یوازې ۳۰ سلنې په لګولو توانېدلی – وویل:
''افغانستان له خپلو نړیوالو همکارانو او شریکانو سره دوه اړخیزه ژمنې لري، متقابل حساب ورکول او متقابلې ژمنې دي، چې د ملي بودیجې له لارې به مرستې رسول کېږي او لومړیتوب به ډېرو اړینو پروژو ته ورکول کېږي، چې دا کار د پروژو مؤثریت ډېروي او د خلکو په ژوند کې اساسي بدلون هم راوستلی شي''.
- له پاکستانه د افغان کډوالو بهیر تر بل هر وخت ګړندی شوی
- <link type="page"><caption> د نړۍ پنځمه برخه کډوال افغانان دي</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/06/110620_world_refugees_day" platform="highweb"/></link>
د ولسمشر ویاند مني چې نړیوالو مرستندویانو د مرستو لګولو لپاره ځینې ځانګړي شرطونه ټاکلي، چې یو هم پکې له اداري فساد سره ټینګه مبارزه، اقتصادي پراختیا او د خلکو په اقتصادي ژوند کې بدلون راوستل او کاري زمینې برابرول دي.

د عکس سرچینه، Haroon Chakhansuri
په پام کې ده چې د بروکسل کنفرانس په دویمه او وروستۍ ورځ، په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د ملي یووالي حکومت پر لاسته راوړنو هم خبرې وشي.
د ۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته
اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۲۰۰ میلیونه ډالره نوې مرسته اعلان کړه.
د مرستې دغه سند بروکسل کې د اکتوبر پر ۴ مه د افغانستان مالیې وزیر اکیل حکیمي او په اروپايي ټولنه کې د اقتصادي همکاریو کمشنرې ونې وین مي ميکا له لوري لاسلیک شو.
د غونډې پر مهال لسګونه اروپا مېشتي افغانان د افغان ولسمشر د ملاتړ په موخه یو ځای شوي وو.

د عکس سرچینه، Getty
اروپايي ټولنه له افغانستان سره له پنځو تر ټولو ډېرو مرسته کوونکو یوه ده، چې له ۲۰۰۲ کال راهیسې یې له افغانستان سره له دریو میلیاردو ډالرو ډېره مرسته کړې ده.
'خیرات نه، مرستې غواړو'
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بروکسل غونډې په څنډه کې د افغان مېرمنو ځواکمنتیا په تړاو ناستې ته وینا کې وویل افغانې ښځې خیریه مرستو ته اړتیا نه لري. خیریه مرستې ښځې نه شي ځواکمنولی خو بازار موندنې ته لاسرسی کولی شي دوی ځواکمنې کړي.








