کشمير کې تاوتريخوالی: د هند او پاکستان اړيکي

کشمير کې د تاوتريخوالي پر سر د پاکستان او هند ترمنځ د ترينګلتيا له پيله د دواړو هېوادونو خپلمنځۍ ناندرۍ هم ګرمې روانې دي.

دا اوونۍ د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته د نړۍ مشرانو ويناوې کولې، د پاکستان لومړي وزير نواز شريف په کې خپله وينا کې پر هند تور لګولی، چې ګنې کشمير کې ملکيان وژني.

هند کې بيا سياستوالو د پاکستان حکومت او چارواکي د ترهګرو په ملاتړ تورن کړي دي.