هندي کشمیر سېلابونو او ځمک ښویېدنې ځپلی
په هندي کشمیر کې له زورو بارانونو وروسته، د سېلابونو خبرداری ورکړل شوی دی.
د سېلابونو له لاسه د جهلم سیند اوبه هم ډېرې شوي.
چارواکو هغو خلکو ته چې دې سیند ته نژدې اوسېږي ويلي چې خوندي ځایونو ته لاړ شي.
د ځمک ښویېدنې له امله تر اوسه ۱۰ کسان ورک دي.