د کشمير لانجې د خلکو پر ژوند بد اغېز پرې اېښی

په کشمیر کې د هند او پاکستان سيمه لا اوس هم په نړۍ کې تر ټولو ناندره ييزه او پوځي شوې سيمه ګڼل کېږي.

هغه خبرې چې د وروستيو نښتو په اړه ټاکل شوې وه د يکشنبې پر ورځ پيل شي، په وروستيو شېبو کې لغوه شوې.

د دښمنۍ دا لړۍ چې پای نه لري، د هغو خلکو پر ژوند ويجاړوونکی اغېز پرې ايښی چې دې سيمه کې اوسېږي.