هرات کې د اداري فساد ضد لاریون

لاریون
د عکس تشریح، لاریونیانو له عدلي او قضايي ارګانونو نه فاسدو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه

د لوېدیځ هرات ښار په سلګونو اوسېدونکو چې ډېری یې ځوانان وو، د اداري فساد پرضد لاریون کې په سمبولیک ډول له لرګیو او کاغذ جوړې شوې مجسمې ته چې پر تندي یې "فاسد" لیکل شوي وو، اور ورته کړ.

دا لاریون د نبي الرحمت په نوم یوه کلتوري او ټولنیز بنسټ او د ولایتي شورا د یوه غړي په هڅه او بلنه جوړ شوی و.

لاریون د هرات د ولایت ودانۍ په لور د غځېدلي سړک په اوږدو کې په سوله ییز ډول ترسره شو.

د ویډیو تشریح، د 'سیګار' له مفتش جان ساپکو سره بشپړه مرکه د دوشنبې پر ورځ د بي بي سي له پښتو تلویزیون او راډیو خپرېږي.

د لاریون ګډون والو چې یوشمېر ښځې هم پکې وې د اداري فساد پرضد لیکل شوي لوي شعارونو ورسره لېږدول. اصلي غوښتنه دا وه چې په افغانستان کې د اداري فساد ټغر باید ټول شي.

د لاریون یوه سمبالوونکي او د ولایتي شورا غړي سید عظیم کبرزاني وویل:

لاریون
د عکس تشریح، د لاریون پرېکړه لیک کې د افغانستان له دولته غوښتل شوي چې فاسد کسان په دولتي ادارو کې په کار و نه ګماري او دوی ته د قانون له مخې جزا ورکړي.
لاریون
د عکس تشریح، دوی خبرداری ورکړ چې که وضعیت همداسې دوام وکړي په بل پړاو کې به د فاسدو څېرو نومونه افشا کړي.

"موږ ټولو ژمنه وکړه چې نور هغو کسانو ته چې بډې خوري او بډې ورکوي احترام ونه کړو. موږ د افغانستان له خلکو غواړو چې نور چا ته رشوت ورنه کړي."

د لاریون پرېکړه لیک کې د افغانستان له دولته غوښتل شوي چې فاسد کسان په دولتي ادارو کې په کار و نه ګماري او دوی ته د قانون له مخې جزا ورکړي.

دوی خبرداری ورکړ چې که وضعیت همداسې دوام وکړي په بل پړاو کې به د فاسدو څېرو نومونه افشا کړي.

لاریون
د عکس تشریح، د لاریون ګډون والو چې یوشمېر ښځې هم پکې وې د اداري فساد پرضد لیکل شوي لوي شعارونو ورسره لېږدول. اصلي غوښتنه دا وه چې په افغانستان کې د اداري فساد ټغر باید ټول شي.
لاریون
د عکس تشریح، دا لاریون د نبي الرحمت په نوم یوه کلتوري او ټولنیز بنسټ او د ولایتي شورا د یوه غړي په هڅه او بلنه جوړ شوی و.