افغانستان کې له اداري فساد سره مبارزه څنګه ده؟

- Author, محمد امین کمالپوري
- دنده, بي بي سي
نن د ډسمبر ۹مه د فساد پر ضد د مبارزې نړېواله ورځ ده. ملګرو ملتونو دې ورځې ته (فساد ته یو شئ) نوم ور کړی دی.
دوی د فساد پر ضد مبارزه سولې او امنیت ته د رسېدو لپاره مهمه لار بولي.
د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوتېریش له فساد سره د مبارزې د نړېوالې ورځې په مناسبت غونډه کې ویلي:
"اداري فساد پرمختللي هېوادونه او هغه هېوادونه چې د پرمختګ په حال کې دي اغېزمنوي؛ اقتصادي پراختیا فلجوي او د پانګونې مخه نیسي".
نوموړي د ټولې نړۍ له خلکو غوښتي چې د فساد سره د مبارزې پر لارو دې فکر وکړي چې په دې جګړه کې بریالی شي.
په افغانستان کې فساد څاري بنسټونه ادعا لري، په تېرو پنځو کلونو کې د دې ښکارندې(پدیدې) پر ضد د حکومت مبارزه بریالۍ نه وه.
د دې بنسټونو مسولان د پڅې مبارزې لامل د سیاسي ارادې نشتون او سلیقوي چلن بولي.
د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ مشر سید اکرام افضلي وایي:
"که څه هم افغان حکومت تېرو پنځو کلونو کې د فساد ضد مبارزه کې ځینې ګامونه پورته کړي، خو په ټول کې د سیاسي غوښتنو او سلیقو پر بنسټ د فساد ضد مبارزې په لار کې ډېرې لاسته راوړنې نه لري. د فساد دوسیې چې باید پرمختګ پکې شوی وی، پرمختګ پکې نه دی شوی".
ښاغلی افضلي د اداري فساد ضد مبارزې د نه بریالیتوب بل لامل په عدلي او قضايي بنسټونو کې مداخله ګڼي، چې له امله یې دغه بنسټونه په پوره ازادۍ دا دوسیې څېړلی نه شي چې فسادیان عدلي او قضايي تعقیب کړي.
خلک څه وايي؟

افغانان هم په دولتي ادارو کې له فساد سرټکوي، دوو تنو له نومپرته په دولتي ادارو کې د اداري فساد په اړه بي بي سي ته وویل:
"فساد بېلابېلو ادارو کې ده، کله چې دندې اعلان شي، بېلابېل اړوند چارواکي یې پلوري".
" د کار او ټولنیزو چارو ریاست له معلولانو سره بد چلن کوي او ان له دوو تر پنځو کلونو یې پیسې نه دې ور کړې، داسې هم شوي چې پیسې د یو چا وي او د بل حساب ته تللې وي".
خو افغان حکومت وايي، له اداري فساد سره په مبارزه کې بنسټیز کارونه شوي چې له دې ډلې د قانون تصویب، په یو شمېر وزارتونو کې سمون او له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ستراتیژۍ طرحې جوړول دي.
د حکومت غبرګون
د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دواخان مینه پال په دې اړه وویل: تر ټولو مهمه برخه دا ده چې افغان حکومت سمون باندې لاس پورې کړ، لکه دفاع، کورنیو او مالیې چارو وزارت کې پراخ سمون د دې لامل شو چې د فساد ضد مبارزه کې ښکاره لاسته راوړنې ولرو.
د نوموړي په خبره، د فساد ضد مبارزې برکت و چې سږ کال مالیې وزارت کې عواید ۱۶۶ میلیارد افغانۍ شوي چې د مالي کال تر پای به دوه سوه میلیارد افغانیو ته رسېږي.
تېرکال د روڼتیا د څار سازمان په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان اوسېدونکي په کلني ډول یو عشاریه اوو میلیونه ډالر دولتي کارکوونکو ته د بډو په ډول ورکوي.
د دې بنسټ مسولان وايي د بې وزلۍ، بې کارۍ او د نړېوالو مرستو په کمښت سره د بډو یا د رشوت اخیسته په افغانستان کې لا هم پراخ دی.








