لویه څارنوالي: د سږ کاله له پيله تر اوسه ۱۶ څارنوالان وژل شوي

لویه څارنوالي

د عکس سرچینه، AGO.GOV.AF

    • Author, محمد ندیم اشرف
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې روان لمریز کال او په ځانګړې توګه وروستۍ میاشت د دغې ادارې د کارکوونکو لپاره خونړۍ وه. د لویې څارنوالي په کارکوونکو وروستی برید تېره ورځ د کابل ولایت په قرباغ ولسوالۍ کې شوی.

دغه برید چې د نا معلومو وسله والو له لورې د لویې څارنوالۍ اړوند څلورو څانوالانو د سپرلۍ پر موټر وشو، په پایله کې یې دوه تنه ووژل شول او دوه نور یې ژوبل شول.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ په خبره چې تر برید لاندې نیول شوي څارنوالان له کابل څخه د بګرام عدلي او قضايي مرکز ته د دندې لپاره روان وو.

د افغانستان د لویې څارنوالي ویاند جمشید رسولي بي بي سي ته وویل چې د روان لمریز کال له پیل څخه چې تر اوسه یې شاوخوا اته میاشتې تېرې شوې، د دغې ادارې اړوند ۱۶ تنه څارنوالان د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې هدف ګرځول شوي او وژل شوي دي.

جمشید رسولي

د عکس سرچینه، GMIC

د عکس تشریح، د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي، د سږ کال له پیله تر اوسه ۱۶ څارنوالان په نښه شوي

که څه هم تر اوسه کومې وسله والې ډلې د تېرې ورځې د برید مسؤلیت ندی منلی، خو ښاغلی رسولي په اداري فساد کې ښکېلې ډلې، د نشه یي توکو قاچاق کوونکې او تښتوونکې یا اختطافچي ډلې د څارنوالانو په نښه کولو تورنوي.

د هغه په خبره چې څارنوالان له دغو ډلو سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي.

ښاغلي رسولي وویل چې تر اوسه د سلګونو ترهګرو او مافیايي بانډونو دوسیې څارنوالانو څېړلې او قانون ماتوونکي یې زندان ته استولي دي.

د لویې څارنوالي د معلوماتو له مخې چې په افغانستان کې له تېرو څه باندې لسو کلونو راپدې خوا ۱۴۰ څارنوالان د هېواد په بېلا بېلو سېمو کې د هدفي بریدونو له امله وژل شوي دي.