'وسله والو مخالفینو او اداري فساد پرضد هڅې سره تړلې دي'

د ویډیو تشریح، 'وسله والو مخالفینو او اداري فساد پرضد هڅې تړلې دي،

امریکا وايي افغانستان کې وسله والو مخالفینو او اداري فساد پرضد هڅې یو بل سره تړلې دي، که غواړئ طالبانو یا داعش پرضد وجنګېږئ نو باید اداري فساد پرضد هم مبارزه وکړئ.

افغانستان لپاره د امریکا د بیا رغاونې عمومي ادارې(سیګار) مفتش جان ساپکو بي بي سي سره ځانګړې مرکې کې وویل چې دا دوه هڅې یو بل څخه نه شي جلا کېدی.

دا اداره وايي تردې دمه یې نزدې دوه میلیارده ډالر چې افغانستان کې له بیا رغاونې غلا شوي وې بېرته ترلاسه کړې دي.

د ښاغلي ساپکونه زمونږ همکار عنایت الحق یاسینی پوښتلی تردې دمه ستاسې هڅې څومره اغېزمنې دي او ایا فکر نه کوئ چې دا هڅې ځنډ سره پیل شوې دي؟