کورونا وېروس؛ افغانستان کې د دویمې څپې راتلو وېره ډېره ده

کورونا وېروس

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په افغانستان کې د کورونا وېروس ثبت شوې شمېرې نژدې ۳۹ زرو ته رسېږي او د همدې وېروس له امله د مړو شمېر شاوخوا ۱۵۰۰ ته رسېدلی دی.

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي له لوېدیځو ولایتونو د کورونا وېروس د دویمې څپې خورېدو اندېښنې شته. په همدې موخه د عامې روغتیا سرپرست وزیر له یوه پلاوي سره غور، بادغیس او هرات ولایتونو ته تللی او له سیمه ییزو مسؤلینو سره یې د دویمې څپې د مخنیوي لپاره تصمیمونه نیولي دي.

د روغتیا وزارت چارواکي دا هم وايي له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې چې ښوونځي پرانیستل شوي تر اوسه په زده کوونکو کې د کورونا وېروس کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

بل خوا، د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې کورونا وبا لاهم یو ګواښ دی او هېوادونه یې باید د مخنیوي لپاره لا ډېر لاس په کار شي.

د دغه سازمان د بېړنیو چارو مشر ډاکټر مایک راین وايي، د راتلونکي ژمي لپاره باید له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره چمتووالی ونیول شي.

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې ګڼو هېوادونو د کورونا وېروس د دویمې څپې له کبله د محدودیتونو لګولو اعلان کړی.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنیو پروګرامونو مسئول وايي چې په افغانستان کې د کورونا وېروس هغه ډول چې پکار دی د خلکو له لورې پاملرنه نه ورته کېږي او ښايي دا چاره د دغه وېروس د پېښو شمېر ډېر کړي او ان د دویم پړاو وېره یې شته.

دغې ادارې ویلي، د پوهنتونو او ښوونځیو له بیا پیلېدا سره د پېښو شمېر ډېرېدو ته اندېښنه لري او زیاتوي چې خلک اوس دغه ننګونې جدي نه ګڼي.

کورونا وېروس

په کابل کې زموږ همکار ندیم اشرف په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنیو پروګرامونو له مسئول داود الطاف سره خبرې کړې دي.

ښاغلي الطاف ویلي، له بده مرغه له تېرو دوو اونیو راهیسې افغانستان، په تېره لوېدیځو سیمو کې د کورونا وېروس پېښې ډېرې شوې دي.

نوموړی وايي، که خلک روغتیايي سپارښتنې او لارښوونکې عملي نه کړي او جدي پام ورته ونه کړي، د کورونا وبا د دویمې څپې راتلو وېره ډېره ده، په تېره په هغو ښوونځیو او پوهنتونونو کې چې څه موده مخکې بیا پیل شوي، روغتیايي او وقایوي لارښوونې جدي نه دي ګڼل شوې.

د روغتیا وزارت د نویو شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۹۵ شکمنې پېښې ارزول شوي، چې ۲۲ یې مثبتې ختلې دي.

په افغانستان کې د کورونا وېروس ثبت شوې شمېرې نژدې ۳۹ زرو ته رسېږي او د همدې وېروس له امله د مړو شمېر شاوخوا ۱۵۰۰ ته رسېدلی دی.

برتانیا

جانسن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جانسن په پراخه کچه د نورو بندیزونو لېوال نه دی

د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن ویلي، هېواد یې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ "دویمط څپې شاهد" دی، چې په وینا یې "په هېواد کې له روان وضعیت تېښته نه شته."

ښاغلي جانسن زیاته کړې "په پراخ ډول د ټولبند لپاره هېڅوک لېوال نه دي"، خو باید د روغتیا لپاره ځینې محدودیتونه ولګول شي.

بوریس جانسن دا څرګندونې داسې مهال کړې چې په برتانیا کې د کورونا وېرسو تازه ۴۳۲۲ پېښې ثبت شوې دي.