هند کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې تر پنځو میلیونو واوښتې

د عکس سرچینه، Reuters
په داسې حال کې چې هند کې د کورونا وېروس له کبله لګول شوي محدودیتونه ورو- ورو پورته کېږي، په دې هېواد کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر تر پنځو میلیونو اوښتی دی.
اوس ښکاري چې دا وېروس تر بل هر هېواد په هند کې په چټکۍ روان دی، چې هلته په یوه ورځ کې تر ۸۰۰۰۰ نوې پېښې ثبتېږي.
په هند کې، د کورونا وېروس چټکې څپې یوځل بیا د کوویډ-۱۹ ناروغانو د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.
'ورغېدم، خو لاهم وېره لرم کوویډ ۱۹ به مې ووژني'
۴۲ کلن راجیش تیواري درې اونۍ روغتون کې بستري شوی و، خو تر رغېدا وروسته چې کور ته ستون شو، موبایل ټیلیفون، تلوېزیون او کمپیوټر هغه شیان ورته ښکارېدل چې په وینا یې پر ده برید کولی شي.
دی وايي، وروسته پوه شو چې بشپړ نه دی رغېدلی او لاهم رواني ستونزه لري.
د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې، تر اوسه په ګرده نړۍ کې تر ۲۹ میلیون ډېر کسان په کورونا وېروس اخته شوي او تر ۹۳۴۰۰۰ ډېر کسان ترې مړه شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د کورونا وېروس۴۰ نوې مثبتې پېښې ثبت کړې او په همدې موده کې له دې وېروسه لس کسان مړه شوي دي.
په دې هېواد کې د کورونا وېروس له امله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۴۳۶ ته رسېدلی دی.
په تېره یوه شپه او ورځ کې افغانستان کې د ۱۶۱ کسانو ازموینې شوې، چې تر اوسه د کورونا وېروس د ټول ټال ناروغانو شمېر ۳۸۸۵۵ کسانو ته رسېدلی دی.
تر اوسه په دې ناروغۍ ۳۲۵۰۳ کسان رغېدلي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسوري خبریالانو ته وویل، ارزونه ښيي چې په کورونا وېروس د اخته کېدونکو کسانو شمېر لږ په لوړېدو دی.
نوموړي وویل، د کورونا وېروس دویمه څپه راتلونکې ده او خلک یې باید د مخنیوي لپاره طبي سپارښتنو ته جدي پام وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images









