د افغانستان د زعفرانو بابا محمد اکبر مړ شو

زعفران بابا پرون مړ شو.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، زعفران بابا پرون مړ شو.

د افغانستان د هرات اوسېدونکی حاجي محمد اکبر- چې په 'زعفران بابا' مشهور و- د دوشنبې په ورځ په دغه ولایت کې مړ شو.

نوموړی یو هغه لومړنی کس و چې هرات کې یې زعفران دود کړل.

حاجي محمد اکبر یو هغه مخکښ کرونګر بلل کېږي چې د زعفرانو تولید او پراختیا ته یې کار کړی دی.

هرات دا مهال د زعفران د تولید له پلوه افغانستان کې لومړی ځای لري او د دې ولایت تولیدي زعفران د ښه کیفت له امله نړیوال پېرونکي لري.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوه پیغام خپرولو سره ویلي: "حاجي محمد اکبر ۲۵ کاله عمر د زعفران په کرلو او دودولو تېر کړ او د افغانستان زعفران یې په ملي او نړیواله کچه مشهور او جوت کړل."

دغه پیغام کې زیاته شوې چې نوموړی د افغانستان د زعفران کرونګرو ته لوی خدمت کړی او د دوی د ملاتړ لپاره یې هر ډول هڅې وکړې.

افغانستان
د عکس تشریح، د افغانستان ۹۰ سلنه زعفران هرات کې تولیدېږي

د هرات د کرنې رییس عبدالصبور رحماني بي بي سي ته وویل، حاجي محمد اکبر هغه مهال د زعفران کرلو ته مخه کړه چې افغان کرنګر له دې بوټي سره ناشنا وو او بازار یې هم نه درلود.

د هغه په خبره، که څه هم نور کرونګر هم د زعفران دودولو کې رول لري، خو د دې محصول په دودولو او کرلو کې د زعفران باباد ونډه ډېره جوته یا برجسته ده.

د ښاغلي رحماني په خبره، د نوموړي هڅې سبب شوې چې د مخکېني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې دې کرونګر ته د زعفران بابا نوم ورکړل شي.

ښاغلی رحماني زیاتوي، تېر کال هرات د ۱۵ ټنه زعفران تولیدولو سره افغانستان کې اول ځای خپل کړ او د اټکلونو له مخې تمه ده چې سږ کال هم دا ولایت نژدې ۲۰ ټنه زعفران تولید کړي.

افغانستان کې د زعفران ټولولو موسم په تله یا میزان میاشت کې پیلېږي.