ډېلي کې افغان سفارت: هند ته سږ کال افغان صادرات ۲۱ سلنه ډېر شوي

هند
د عکس تشریح، افغانستان د هوايي ډهلېز، ټرانزېټي لارو ا و چابهار بندر له لارې هند ته صادرات لري.

په هند کې افغان سفارت وايي، د کورونا وېروس خپرېدو سره بیا هم دغه هېواد ته د افغانستان صادرات زیات شوي او تر تېر او وړم کال ۲۱ سلنه وده یې کړې ده.

ډېلي کې افغان سفارت د یوې بیانیې خپرولو سره وايي، پر ۲۰۲۰ کال هند ته د افغانستان صادرات ۵۳۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي.

دا سفارت زیاتوي، پر ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کال هند ته افغان صادرات ۵۳۴ میلیون ډالره و، خو سږ کال ۲۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

تېرو څو کلونو کې هند ته افغان صادرات پرلپسې زیاتېږي، چې مهم پکې درملین بوټي، ممیز، زعفران او نورې تازه او وچې مېوې دي.

دا توکي له مختلفو لارو لکه د پاکستان او هند د واګه بندر، هوایي دهلېزونو او چابهار بندر له لارې صادرېږي.

هند ته د افغانستان ډېر صادرات په اګسټ او سپټمبر میاشت کې وي، په دې دلیل افغان سوداګر هیله من دي چې له دغه هېواد سره سوداګري به یې له کورونا کمه اغېزمنه شي.

هند ته د ا فغان صادراتو د لېږلو لپاره هوايي لارې، چابهار بندر او د پاکستان ټرانزیټي لار بیا پرانیستل شوې ده.

ډېلي کې افغان سفارت هیله من دی چې راتلونکو میاشتو کې هند ته د افغان توکو لېږد نور هم زیات شي او د کابل او ډېلي ټاکلي هدف یا دوه میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

کابل کې د ۳ سوه کارخونو بیا فعالېدل

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان هند ته تر ډېره درملین بوټي او وچه او تازه مېوه لېږي.

له بلې خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د کورونا ویروس د خپرېدو له ویرې له لګېدلو محدودیتونو وروسته صنعت او تولیدات بېرته عادي حالت ته ګرځېدلي.

د دې وزارت په خبره، اوس یوازې په پلازمېنه کابل کې کابو درې سوه وړو او لویو کارخانو خپل فعالیت بېرته پیل کړی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت د اطلاعاتو د عامه اړیکو مسوول جواد دبیر د بي بي سي خبریال ابراهیم ساپي سره خبرو کې هیله لري چې نږدې ورځو کې نور شرکتونه هم کاروبار او فعالیتونه پیل کړي:

"دغه کارخانې چې کابل کې فعالې وې، نږدې سل سلنه یې کاروبار ځنډولی و، خو اوس درې سوه کارخونو بیا کار پیل کړی دی".

د کووېډ نولس ناروغۍ له خپرېدو سره هم مهاله په دغه هېواد کې حکومت د توليدي کارځیو چارې هم درولې وې.

خو ښاغلی دبیر دا هم وايي، چې دې چارې په ولایتونو کې د فابریکو پر چارو او د کارکوونکو پر کمولو اغېز ونه کړ.

کورونا
د عکس تشریح، افغان چارواکي وایي، د کورونا محدودیتونو ولایتونو کې د فابریکو کار اغېزمن نه کړ.

افغانستان کې نږدې څلور میاشتې پر کار او صنعت بندیز لګېدلی و او دې چاره کې ځنډ د دې لامل شوی و چې افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو تکیه وکړي او د توکو بیې تر پخوا لوړې شي.

خو د کرنې وزارت وايي، په ټول کې دې بندیزونونو په کرنیزو چارو ډېر اغېز نه دی کړی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي په ټول افغانستان کې یې د تولید او صنعت په برخه کې کابو ۷۳۰۰ کاري جوازونه ورکړي چې له ډلې يې له قرنطین وړاندې ۵۰۰۰ شرکتونه یا فابریکې فعالې وې.

سره له دې چې افغانستان کې صنعت عادی حالت ته ورګرځي، خو روغتیاپال وايي، کورونا وېروس لا هم شته، ځکه پکار ده چې سرپټو ځایونو کې ټولنیز واټن او روغتیایي اصول پام کې ونیول شی.

د افغانستان د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر پنجشنبې ورځې په دغه هېواد کې ۳۵ زره ۹۲۸ کسان په کورونا اخته شوي او ۱۲۱۱ کسان ترې مړه شوي دی.