افغان توکي به له دې وروسته د پاکستان له لارې هند ته صادرېږي

- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي
د پاکستان د بهرنیو چازو وزارت وايي، د جولای ۱۵مې نېټې نه به له هند سره پوله کې واګا بندر هم د افغانستان د صادراتو لپاره خلاصوي.
پاکستان د کورونا وېروس خپرېدو پسې له افغانستان سره ټولې لارې تړلې وې، خو ګام په ګام نورې خلاصې شوې او اوس یې د واګا بندر د پرانیستو خبره هم کړې ده.
پاکستاني چارواکي وايي، د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره به دغه بندر کې هم ټول اړین تدابیر نیول کېږي.
پاکستان د روانې میاشتې په پیل کې د تورخم او چمن رسمي لارې او له هغه وروسته تازه په خوست کې د غلام خان، په پکتیکا کې د انګور اډې او په پکتیا کې د ډنډ پټان لارې هم د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر مخ خلاصې شوې خو په د سپن بولدک لار تر اعتراضونو وروسته بېرته تړلي پاتې.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي د افغانستان ډیری کرنیز توکي او میوې دا وخت رسیږي، نو غواړي د لارو پرانیستو سره له افغانستان سره سوداګري بېرته پخواني حالت ته بوځي.
د دوی په وینا دا کار د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکي هم رغولی شي.
افغانستان که څه هم د دې ګام هر کلی کړی خو ویلي يي دي د افغانستان سوداګري تر پاکستان د سیمې له نورو هېوادونو سره ډېره شوې او پخواني حالت ته ګرځيدل به يې ستونزمن وي.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي، په ټول کې د کابل او اسلام اباد تر منځ سوداګري تر پخوا ۵۰ سلنه کمه شوې.
د دې وزارت د معلوماتو او خپرونو مسوول جواد دبیر په وینا افغانستان دا مهال ډېر صادرات هندوستان ته او ډېر واردات بیا له ایران لري.
دا وخت له پاکستان ور ها خوا د افغان سوداګرۍ لپاره د منځنۍ اسیا لارې، د ایران چابهار بندر، اقینې بندر، تور غونډۍ، حیرتان او هوايي دهلېزونه خلاص شوي دي.
د سوداګرۍ وزارت د روان مالي کال د لومړیو دریو میاشتو راپور ښيي چې افغانستان له ټولو ۲۰۳ میلیون ډالرو صادراتو ۶۴ سلنه يې هندوستان او پاتې نور ډېر يې پاکستان او چین ته وو.
افغانستان ته واردات بیا ډېر له ایران، چین او پاکستان شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سوداګرۍ او ټرانسپورټ پراختیا لپاره افغانستان تر ډېره منځنۍ اسیا ته مخه کړې.
په دې لړ کې د افغانستان، ترکمنستان او ازربایجان د بهرنیو چارو وزیران پرون د ویډيويي کنفرانس له لارې په خپلو منځو کې په اسانه سوداګرۍ، ټرانسپورټ، انرژۍ او پانګونې غږېدلي دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي درې واړه وزیران د یادو چارو په عملي ګامونو وغږېدل چې له مخې به يي له دې هېوادونو سره د افغانستان سوداګري او ټرانسپورټ لا اسانه شي.
که څه هم پاکستان وايي، له افغانستان سره خپلې لارې د دې لپاره پرانیځي، چې له دغه هېواد سره خپله سوداګري پخواني حالت ته ورسوي، خو افغان سوداګر په دې باوري دي چې د پاکستان له خوا دوی ته ستونزې او وخت پر وخت له ټرانزيټي تړونونو سرغړونې د دې سبب شوې چې ډېری افغان سوداګر نورو هېوادونو ته مخه کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی هم په دې باور دی چې منځنۍ اسیا او ایران افغان سوداګرو ته ښه سهولتونه برابر کړي او تر هغه چې پاکستان پر خپلو پخوانیو پالیسیو بیا غور ونه کړي فکر نه کوي چې د لارو له خلاصیدو سره دې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري بیا داسې ژر وغوړیږي.









