افغانستان: له زعفرانو د ۲۷ میلیونه ډالره عاید تمه کېږي

- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د کرهنې او مالدارۍ وزارت وايي، د زغفرانو د تولید سږنۍ کچه ښيي چې په دې هېواد کې د زعفرانو کښت او تولید په بې ساري ډول ډېر شوی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې سږ کال د زعفرانو تولید کچه نژدې ۲۰ ټنو ته رسېږي چې د تېر کال پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
د افغانستان زغفران دا وخت د کیفیت له کبله په نړۍ کې لومړۍ او د کمیت له کبله دریم ځای لري.
په داسې حال کې چې د زغفرانو سږني تولیدات په بې ساري ډول ډېر ګڼل کېږي یو شمېر افغان بزګران وايي لا هم د زعفرانو کښت او راټولول په نا معیاري بڼه تر سره کوي.
شهنواز اسحاقزی چې په لویدیځ هرات ولایت کې د زعفران کښت او سوداګري کوي وايي، که افغان بزګران مسلکي عمل وکړي د زغفرانو تولید لا ډېریدای شي.
هرات د افغانستان په کچه د زعفرانو په کښت او تولید کې تر نورو ولایتونو مخکښ دی.
د افغانستان د کرهنې وزارت چارواکي وايي، د پنځه کلنې ستراتيژۍ له مخې یې هڅه دا ده چې د معیاري کاروبار تر څنګ د زعفرانو کښت تر ټولو ولایتونو ورسوي.

د یاد وزارت د ویاند اکبر رستمي په وینا دا وخت د هرات تر څنګ په سرپل، بلخ، فاریاب، ارزګان، کندهار او د ځينو نورو ولایتونو په ۷۵۰۰ هکتاره ځمکه زعفران کرل شوي چې فصل يي د تېر کال پرتله ۲۲ سلنه زیات شوی دی.
تمه ده چې له دې اندازې څخه سږ کال افغان بزرګران او سوداګر ۲۷ ملیونه ډالر عواید تر لاسه کړي.
د افغانستان زعفران ښه نړیوال بازار لري او د معلوماتو له مخې یوه کیلو يي تر ۲ زره ډالرو پورې پلورل کېږي، خو ځينې سوداګر اندېښنه لري چې یو شمېر هېوادونه د افغانستان په نوم خپل زعفران بازار ته وړاندې کوي.
افغان حکومت بیا په دې برخه کې جدي ستونزې ردوي او وايي، د افغان زعفرانو ډېره اندازه له بېلابېلو هېوادونو سره د تړونونو له لارې هغو هېوادونو ته صادریږي.








