ولسي جرګې د افغان حکومت د ملي دسترخوان پروګرام رد کړ

د عکس سرچینه، ARG
د افغاستان ولسي جرګې د چارشنبې غونډه کې د حکومت هغه پروګرام چې له بې وزلو کورنیو سره د مرستو لپاره جوړ شوی د رایو په اکثریت رد کړ.
د دې پروګرام مالي لګښت چې نړیوال بانک کې ور کوي ۲۸۰ میلیونه ډالره ښودل شوی او په دوه پړاوونو کې عملي کېږي.
دا پروګرام تېره اونۍ ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا رسما پرانیستل شو.
خو د ولسي جرګو غړو ویلي د دې پروګرام لپاره د ځانګړې شوې بودیجې په اړه له دوی سره سلا نه ده شوې.

د عکس سرچینه، Reuters
حکومت وايي، د دې پروژې له مخې غواړي نږدې څلور میلیون بې وزله کورنیو سره مرسته وکړي، خو د ولسي جرګې غړي دې پروګرام او مدیریت کې یې د بډو په هکله اندېښنه لري.
خو د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، د ملي دسترخوان موخه له لوږې، بې وزلۍ او د کورونا منفي اغېز سره مقابله ده:
"زموږ هیله دا ده چې دوی(وکیلان) د خلکو سره وي او کله چې حکومت یو پراخ پروګرام لري هغه هم د دوی موکلانو ته نو دوی دې ملاتړ وکړي."
د کورونا وېروس وبا لومړیو کې حکومت په کابل او نورو ولایتونو کې د وچې ډوډۍ وېشلو لړۍ هم درلوده، چې پکار وه، د نوملړ له مخې بې وزله کورنیو ته لس لس ډوډۍ هره ورځ ور کړي.
خو پر هغه پروګرام هم نیوکې دا وې چې درغلي پکې شوې ده.
صدیق صدیقي وايي، د هغه پروګرام په هکله شويو شکایتونو ته رسیدګي کېږي او په یوه پروګرام کې ستونزې باید د دې سبب نه شي، چې له خلکو سره د مرستې د نورو پروګرامونو خنډ شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا، دا پروګرام به په ۳۴ ولایتونو کې عملي کېږي.
د ارګ په وینا دغه مرستې به د ولسي تړون له لارې ویشل کېږي او پر دولت سربېره به یې مدني ټولنې، د دولت پر کړنو د څار بنسټونه او عام ولس نظارت کوي.
ارګ وايي، په لومړي پړاو کې به ۳۴ ولایتونو کې ۱٫۶۷ میلیون کورنیو ته د ۸۸ میلیون ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو بستې، چې غوړي، وریجې، لوبیا، اوړه او د لاس مینځلو صابون پکې شامل دي، ووېشل شي.









