ولسي جرګه د قیصاري پر ضد د شویو عملیاتو څېړنه کوي

جرګه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسي جرګه غواړي چې د قومندان قیصاري د نیولو لپاره ترسره شوي عملیات وڅېړي

د افغانستان ولسي جرګې ویلي، په شمال کې د وسله والو یو قومندان نظام الدین قیصاري پر وړاندې د تر سره شویو عملیاتو څیړلو لپاره مزارشریف ته یو پلاوی لیږي. جرګې د کورني امنیت کمیسیون ته دنده سپارلې چې په دې عملیاتو کې اوښتنو زیانونو او د عملیاتو قانوني اړخ وڅېړي.

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني په مزارشریف کې د ناقانونه وسله والو پر وړاندې په دوه ګوني چلند نیوکه کړي او د ولسي جرګې لخوا يي د دې موضوع د څيړنې غوښتنه کړي.

ویل کیږي په دې عملیاتو کې د سیمې خلکو هم روحي او درانه مالي زیانونه لیدلي دي. د قیصاري یو شمېر پلویانو په دې عملیاتو کې د وژل شویو ځينو کسانو جسدونه د دوشنبې پر ورځ د اعتراض په بڼه د بلخ ولایتي ودانۍ مخې ته راوړي وو او پر حکومت يې نېوکې کولې.

حکومت دری ورځې وړاندې په مزارشریف کې د نظام الدین قیصاري د نیولو لپاره هوايي او ځمکني عملیات وکړل خو د بلخ پولیسو ویلي د نظام قیصاري په نیولو نه دي بریالي شوي.

دوی وايي، د قومندان قیصاري د پټنځي او کور د پلټلو عملیات پای ته رسېدلي، خو خپله قیصاري تښتېدلی دی.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل بي بي سی ته وویل، دا عملیات تېره شپه لس بجې پای ته ورسېدل. د بلخ امنیه قومندان اجمل فایز وویل، ښايي قیصاري شاوخوا کورونو کې پټ وي، مګر دوی ور پسې دي.

قیصاري

پخپله قومندان نظام الدین قیصاري سهار د بي بي سي خبریال نجیب پاڅون سره خبرو کې ویلي، ژوندی او لا هم ځای کې دی، خو دا یې نه دي ویلي چې کوم ځای کې دی.

د بلخ امنیتي چارواکي وايي، د تېرې ورځې نښته کې د قیصاري اوه کسان وژل شوي او دوه پولیس ټپي شوي دي. دوی دا هم وايي چې امنیتي ځواکونو ۳۵ کسان نیولي دي.

د ښاغلي قیصاري د نیولو لپاره ۲۴ ګړۍ عملیات روان و. د دوشنبې پر ورځ هم د نظام الدین قیصاري د کور شاوخوا سیمه د امنیتي سرتېرو له لوري تړل شوې وه.

د ښاغلي قیصاري د کور شاوخوا ځايي خلک او د قیصاري د وژل شوو سرتېرو د کورنیو غړي را ټول شوي وو او غوښتل یې چې امنیتي کسان دوی ته د خپلو مړیو وړلو اجازه ورکړي.

قیصاري

د عکس سرچینه، B.A.TAHYANJ/FACEBOOK

د عکس تشریح، ښاغلی قیصاري نږدې کال مخکې له شپږ میاشتني بند وروسته خوشی شو.

د بلخ پولیسو ویلي، عدلي او قضايي ادارو "د زور وهلو او نامسوولو وسلوالو د لرلو په تور" د ښاغلي قیصاري د نیولو حکم ورته کړی.

د نوموړي د نیولو هڅه په داسې مهال ده چې نږدې کال مخکې له شپږ میاشتنې بې محکمې بند وروسته افغان حکومت خوشی کړ.

نوموړی تېر ځل د انساني حقونو په خلاف ورزۍ تورن و.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت څه مهال مخکې وویل، مزار شریف کې د خلکو له ډېرو شکایتونو وروسته د ښاغلي قیصاري دوسیه بیا پرانیځي.

قیصاري ولې او څنګه خوشی شو؟

قیصاري

نظام الدین قیصار د افغانستان شمال کې ځايي قومندان دی.

هغه د تېر کال په چنګاښ یا سرطان میاشت کې د انساني حقونو د خلاف ورزۍ او فاریاب ولایت کې د امنیتي چارواکو د ګواښلو په تور افغان ملي امنیت ونیو او کابل ته ولېږداوه.

هغه مهال نوموړی قیصار ولسوالۍ کې امنیه قومندان و او په ورته مهال د طالبانو ضد ولسي پاڅون قومندان او فاریاب کې د جنرال دوستم ځانګړی استازی بلل کېده.

د ښاغلي قیصاري نیولو پسې څو شمالي ولایتونو کې مظاهرې وشوې او ملاتړو یې د ۱۹ ورځو لپاره لاریون او پرلت وکړ.

د دې معترضانو لویې غوښتې د ښاغلي قیصاري خوشي کولی او دوستم ته د ستنېدو اجازه وه چې هغه مهال په ترکیه کې و.

دې مظاهرو پسې جنرال دوستم کابل ته ستون شو او ویې ویل، قیصاري به هم خوشی شي، خو داسې ونه شول.

قیصاري

خو د تېر کال لیندۍ یا قوس کې لویې څارنوالي وویل، نظام الدین قیصاري په مشروط ډول خوشی کوي.

د دې اداري ویاند هغه مهال وویل، د ملي امنیت لوی ریاست په وړاندیز او دا چې د ښاغلي قیصاري ضد تورونو پلټل او مستندول ډېر وخت غواړي، نوموړی په پوخ ضمانت خوشی کېږي.

لویې څارنوالي له کابل نه وتل، د دندې ځنډېدل او اړوند ادارې ته هره ورځ تلل د ښاغلي قیصاري د خوشي کولو شرطونه وبلل.

له دې فرمان اونۍ وروسته ښاغلی قیصاري خوشی شو، خو د اصلي ټاټوبي فاریاب په ځای مزار ته لاړ.

له خوشي کېدو وروسته له جنرال دوستم سره مخالفت

قیصاري

نظام الدین قیصاري چې ښاغلي دوستم ته نږدې بلل کېده، له خوشي کېدو وروسته څو ناستو او غونډو کې د نوموړي پر ضد خبرې وکړې او ان خبرداری یې ور کړ.

خو د افغانستان اسلامي جنبش ګوند استازو چې مشر یې ښاغلی دوستم دی، د ښاغلي قیصاري خبرې بې منطقه وبللې او زیاته یې کړه، "په بند کې د وارد شوي د روحي فشار له امله" دا خبرې کوي.

تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې ښاغلی قیصاري د افغانستان د ملي امنیت پخواني لوی مشر رحمت الله نبیل له ټاکنډلې سره ودرېد، خو ښاغلي دوستم د عبدالله عبدالله ملاتړ وکړ.