"قومندان قیصاري د ملي امنیت په سپارښتنه خوشی کېږي"

نظام الدین قیصاري

د عکس سرچینه، QAISARI FACEBOOK

د عکس تشریح، ښاغلی قیصاري په دې تورن دی چې د مرکزي حکومت له امر نه یې سرغړونه کوله او په فاریاب یې یوه غونډه کې چارواکي په مرګ ګواښلي وو.

د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي، په شمال کې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم پوځي استازی نظام الدین قیصاري به ملي امنیت ادارې په سپارښتنه او د معتبر ضمانت بدل کې خوشی شي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي بي بي سي ته وویل، د ملي امنیت ادارې ورته وړاندیز کړی چې قومندان قیصاري ورباندې د لګېدلو تورونو د ارزونې تر مهاله له بنده ازاد شي.

ښاغلی رسولي وايي، نظام الدین قیصاري ممنوع الخروج دی او اجازه نه لري، له پلازمېنې کابله بهر ووځي :

''د ملي امنیت ادارې وړاندیز دا و چې پر ښاغلي قیصاري تورونه ډېر دي او ارزونه او تحقیق یې ډېر وخت غواړي، له دې کبله باید نوموړی د معتبر ضمانت بدل کې خوشی شي، چې قضیه یې عادلانه وڅېړل شي.

د افغانستان لوی څارنوال له یو لړ ځانګړو تدبیرونو سره د قومندان قیصاري خوشي کولو لارښونه کړې، چې دنده یې باید تعلیق شي، ممنوع الخروج اعلان شي او د پوښتنو ګرویږنو لپاره باید په ورځني حساب یوه حاضري ورته چمتو شي، چې له کابله بهر ته هم لاړ نه شي. ''

ښاغلی قیصاري تېره جولای میاشت کې په فاریاب کې د امنیتي مسوولینو ګواښلو په تور نیول شوی و.

د نوموړي له نیول کېدو وروسته د هغه ځینې پلویانو احتجاجي مظاهرې وکړې.

نظام الدین قیصاري چې په پوځي برخه کې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم استازی او د سلګونه پاڅون کوونکو مشر و، څه باندې پنځه میاشتې وړاندې په فاریاب کې امنیتي ځواکونو سره له لفظي شخړې وروسته ونیول شو..

نظام الدین قیصاري

د عکس سرچینه، NEZAMUDDIN QAISARI/FACEBOOK

د روانې میاشتې دسمبر لومړیو کې د جنبش ګوند مسوولینو وویل، د ولسمشر محمد اشرف غني او ښاغلي دوستم په وروستۍ لیدنه کې هوکړه وشوه چې نژدې راتلونکې کې به ښاغلی قیصاري خوشی کېږي، خو د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي بي بي سي ته هغه مهال وویل، د ښاغلي غني او جنرال دوستم په لیدنه کې داسې کومه هوکړه نه ده شوې.

د ارګ سرچینو هغه مهال وویل، د نظام الدین قیصاري د برخه لیک په اړه پریکړه د عدلي او قضایي ادارو کار دی، نه د دوی.

ښاغلی قیصاري په دې تورن دی چې د مرکزي حکومت له امر نه یې سرغړونه کوله او په فاریاب کې یې یوه غونډه کې حکومتي چارواکي په مرګ ګواښلي وو.