د جنرال دوستم یوه جګپوړي قومندان سره حساب کتاب

د ویډیو تشریح، نظام الدین قیصاري څوک دی؟
    • Author, اسدالله لودین
    • دنده, بي بي سي کابل

په شمالي ولایت فاریاب کې جنرال دوستم ته د یوه نژدې قومندان نظام الدین قیصاري نيول کېدو د ښاغلي دوستم او د هغه د پلویانو غبرګونونه پارولي دي.

جنرال دوستم ویلي، نظام الدین قیصاري د دسیسو او ناسمو راپورونو په اساس نیول شوی او ژر تر ژره باید خوشی شي.

فاریاب کې د ښاغلي قیصاري سلګونه پلویان د اعتراض په ډول واټونو ته راوتلي او د نوموړي خوشې کېدل غواړي.

په شمال کې پوځي چارواکي وایي، دغه قومندان په یوه امنیتي غونډه کې له لفظي شخړې وروسته چې بیا په وسله والې نښتې واوښته، ونیول او کابل ته ولېږدول شو.

دا لومړی ځل دی چې افغان ځواکونه د حکومت پلوه ملېشو یو جګپوړی قومندان نیسي او د حساب کتاب میز ته یې کېنوي.

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وایي چې د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان او هلته د پاڅون کوونکو مشر نظام الدین قیصاري له نېول کېدو وروسته کابل کې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوی دی:

"پر قیصاري ځینې تورونه پورې دي چې له همدې امله نیول شوی او اوس به کابل کې عدلي او قضایي ادارو ته ځواب وایي، که "پړ" و له قانون سره سم چلند ورسره کېږي او که نه، ازاد به شي."

نظام الدین قیصاري په پوځي برخه کې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم استازی او په فاریاب کې د څو ولسوالیو د سلګونه پاڅون کوونکو مشري هم کوي.

د مرګ ګواښ

دفاع وزارت پر دغه سیمه ییز قومندان د پورې شویو تورونو په اړه څه نه وایي، خو په شمال کې د پوځ قول اردو ویلي چې قیصاري تېره ورځ په یوه امنیتي غونډه کې ځایي چارواکو ته د خاینینو خطاب وکړ او په مرګ یې وګواښل.

قیصاري

د عکس سرچینه، FB

د عکس تشریح، قیصاري ادعا کوي شاوخوا ۷۰۰۰ وسله وال لري

په خبرپاڼه کې راغلي "نظام الدین قیصاري څو ځله له خپل موقفه په ناوړه ګټې اخیستنې ناقانونه کړنې ترسره کړي او ګڼ شمېر خلک یې ځورولي دي".

د فاریاب د ولایتي شورا مشر ویلي چې د قیصاري د نېول کېدو پر مهال د نوموړي څلور ساتونکي هم وژل شوي دي.

بي بي سي ته د ښاغلي قیصاري د یوې داسې غونډې ویډیو هم رسېدلې چې نوموړي په کې ګډون کوونکو ته چې والي او امنیه قومندان هم په کې و، د مرګ ګواښ کوي:

"درنو دوستانو، که نن شپه جمعه بازار او شیرین تګاب سقوط وکړ، زه به تاسې ټول ووژنم، که مې ونه وژلئ، زه به د پلار زوی نه یم."

د جنبش ګوند ویاند کنشکا ترکستاني بیا بي بي سي ته ویلي، د فاریاب چارواکو ته قیصاري وروسته له هغه تونده ژبه وکاروله چې د ده په خبره د امنیت ټینګښت کې یې ناغیړي کوله.

د قیصار ولسوالۍ یو قومي مشر او نظام الدین قیصاري ته نژدې کس محمد طارق وایي چې دغه ۵۵ کلن ځایي قومندان ۷ کاله وړاندې محلي پولیسو ته راغی چې بیا وروسته ورته د درې سوه کسیزې ډلې مشري وسپارل شوه.

شاوخوا څلور کاله وړاندې نوموړي له جنبش ګوند سره اړیکه پيدا کړه او ډېر ژر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم باوري پوځي کس شو.

اوس- اوس نوموړي د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان او په هغه سیمه کې د ښاغلي دوستم پوځي استازی دی.

د قیصاري نيولو د جنرال دوستم او د فاریاب د سلګونه اوسېدونکو غبرګونونه پارولي دي.

ښاغلي دوستم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې قیصاري د ناسمو راپورونو پر بنسټ نیول شوی او خبرداری یې ورکړی که خوشې نه شي، په شمال کې به د ټاکنو په ګډون د دولت ټول پروګرامونه له ستونزو سره مخامخ شي.

د فاریاب سلګونه اوسیدونکي چې لسګونه میرمنې هم په کې دي، د قیصاري د نیولو په غبرګون کې واټونو ته راوتلي او د نوموړي د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

شاهین قول اردو له مظاهره کوونکو غوښتي چې د امنیتي ګواښونو له کبله باید خپلې مظاهرې پای ته ورسوي.

افغان حکومت د ځایي ملیشو د له منځه وړلو هڅې پیل کړي

افغان حکومت په یوه نوي اقدام کې غواړي چې حکومت پلوه ملیشې له منځه یوسي او پر ځای یې د سیمه ییز یا کلیوالي پوځ غړي وګماري.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي له پرون راهیسې یې پر فاریاب سربېره ارزګان او فراه ولایتونو کې هم د ملېشو هغه قومندانان نیولي چې خلکو او ان دولت ته یې سر خوږی جوړ کړی دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوی وایي، دا ګام وروسته له هغه پورته کیږي چې یوشمېر خلکو په مستقیمه توګه ولسمشر ته د ملېشو له ځورونو شکایت وکړ.

ښاغلي مرتضوي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دا ګام یې هېڅ سیاسي بڼه نه لري:

شاه حسین مرتضوي

د عکس سرچینه، FB: Shahhussain Murtazawi

د عکس تشریح، د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوی وایي، دا ګام وروسته له هغه پورته کیږي چې یوشمېر خلکو په مستقیمه توګه ولسمشر ته د ملېشو له ځورونو شکایت وکړ.

"په هېڅ دلیل هغو کسانو سره چې ناقانونه کړنې کوي سیاسي او قومي چلند نه کېږي، هر اقدام د قانون پربنسټ کېږي، په فاریاب، فراه او ارزګان کې سرغړونکي کسان نیول شوي او امکان شته چې دا لړۍ دوام وکړي، خلک د دې ډلو له کړنو خوښ نه دي سر ترې ټکوي. موږ غواړو چې د خلکو ستونزو ته ورسېږو."

ځایي ملیشې که څه هم د وسله والو مخالفانو په ځپلو کې ګټور رول لري، خو حکومت وایي اوس ورته معلومه شوې چې د ګټې ترڅنګ خلکو ته زیان هم اړوي.

پر دغو ملیشو د بشري سرغړونو تورونه هم شته او په ځینو ولایتونو کې له مافیایي کړیو او ان وسله والو مخالفانو سره یوځای کیږي.

افغان حکومت څه موده وړاندې وویل چې د محلي پوځ د جوړولو عملي هڅې یې پیل کړي او د دې پلان له مخې به د پوځ پخواني کسان په خپله خوښه د دولت چوکاټ ته راځي او د خپلو سیمو ساتنه به کوي.

دفاع وزارت ویلي محلي اردو به د محلي پولیسو دنده مخ ته بیایي خو په دې توپېر چې مشران به یې د محلي پولیسو د مشرانو پرتله مسلکي وي او له اړتیا سره سمه روزنه به ورکول کیږي.