له افغانستان سره د نړیوال بانک بېړنۍ مرسته

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې د کورونا وېروس زیاتېدو پسې نړیوال بانک له دغه هېواد سره سل میلیون ډالري بېړنۍ مرسته تصویب کړه، چې له دې وېروس سره یې مقابله کې وکاروي.
دا مالي اداره د جمعې په ورځ( د اپرېل ۳) یوه اعلامیه کې وايي: "دا مالي مرسته د افغانستان ۳۴ ولایتونو کې له کورونا وېروس سره د مقابلې لپاره د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره ده".
نړیوال بانک زیاتوي، دا مرسته به پر کورونا اخته کسانو، د دې ناروغۍ له خطر سره مخ افغانانو، ډاکټرانو، روغتیاپالو، روغتونونو او لیبارټریو ولګول شي.
افغانستان کې د نړیوال بانک استازي هینري کرالي وايي، د دې بېړنۍ مالي مرستې برابرولو سره تمه دا ده چې افغانستان کې روغتیايي سیستم پیاوړی او دغه هېواد کې د کورونا د ډېر خپرېدو مخه ونیول شي:
"نړیوال بانک نن کورونا ته د افغانستان د بیړني غبرګون او د روغتيايي سیستم د چمتو کولو له پروژې سره د ۱۰۰،۴ مېلیون ډالرو بسپنه اعلان کړه. دا به په افغانستان کې د کوويډ ۱۹ د خطر له کنټرولولو سره همکاري وکړي او د روغتيايي چمتووالي ملي سیستم به پیاوړی کړي ".
د نوموړي په خبره، د دې پروژې له لارې به نړیوال بانک له افغانستان سره مرسته وکړي چې له کوويډ ۱۹ سره د مبارزې اړوند اړتیاوې پوره او بيړنۍ تابیاوې ونيسي او هغه مالي تشه پرې ډکه کړي چې د دغې مبارزې له امله پیدا کېږي:
"دغه پروژه به تر ممکنه بريده په افغانستان کې د کوويډ ۱۹ خپرېدل محدود او ورو کړي او د درملنې لپاره به د اړتیاد ډېرېدو پر مهال د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره چمتووالی ډېر کړي ".
له افغانستان سره مرستې

د عکس سرچینه، AHM
افغانستان کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو زیاتېدو سره څو هېوادونو له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د پنجشنبې په ورځ افغانستان ته د چین د ژمنه شویو مرستو لومړۍ جوپه ورسېده.
روغتیا وزارت وايي، ټاکلې ده چین د کورونا د تشخیص ۵۵ زره کېټونه هم افغانستان ته واستوي.
له دې مخکې متحده عربي اماراتو هم د کورونا وېروس د تشخیص ۲۵ زره کېټونه افغانستان ته لېږلي دي.
د کورونا وېروس د نه خپرېدو لپاره حکومت په کابل، هرات، زرنج او فراه کې پر تګ محدودیت لګولی دی.
کابل کې د دې ناروغانو زیاتېدو سره چارواکي د دې محدودیت د زیاتولو خبره کوي.
افغانستان کې د کورونا نوې پېښې

د عکس سرچینه، Getty Images
د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وايي، تېرو ۲۴ ګړیو کې د کورونا ۲۸ تازه پېښې ثبت شوې دي او دې سره افغانستان کې د کورونا نیولیو کسانو شمېر ۲۷۳ ته ورسېد.
د ښاغلي مایار په خبره، نوې پېښې، ۱۵ په هرات، ۹ کابل، ۲ پکتیا، یوه بغلان او یوه هم کندهار کې ده.
دا وزارت وايي، چې د کورونا له امله شپږم کس هم مړ شوی، چې اویا کلن سړی و.
له دې مخکې پنځه کسان په هرات، بلخ او دایکندي کې له کورونا مړه شوي وو.











