کورونا وېروس؛ کابل کې نشه یان ځانګړو مرکزونو ته لېږدول کېږي

نشه

د عکس سرچینه، Getty Images

افغان چارواکي وايي، د کورونا د نه خپرېدو لپاره پلازمېنه کابل کې سلګونه نشه یان ټولوي او دوو سیمو ته یې وړي.

دوی کابل کې فونېکس کمپ-چې پخوا پوځي مرکز و- او هم حاجي کمپ ته لېږدول کېږي.

په زرګونه نشه یان کابل کې تر پلونو لاندې، پس کوڅو او پارکونو کې اوسېږي.

د مختلفو سروېګانو له مخې افغانستان کې له دوه نیم تر درې نیم میلیونو نشه یان شته.

د نشه یانو د ټولولو موخه د کورونا وېروس مخنیوی بلل شوی دی.

د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره تېره جمعه حکومت کابل کې د تګ را تګ کمولو پرېکړه هم وکړه.

د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د کورونا نیولیو شمېر ۱۹۶ ته رسېدلی.

پکتیکا او بغلان کې اول ځل کورونا

هرات

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان کې د کورونا ډېری پېښې هرات ولایت کې دي.

د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار د چارشنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل، چې تېرو څلرویشتو ګړیو کې د کورونا ۲۲ نورې پېښې هم ثبت شوې چې ۱۲ هرات او ۶ کابل کې دي.

نویو پېښو سره هرات کې د کورونا نیولیو شمېر ۱۴۳ او کابل کې ۱۲ ته ورسېد.

ښاغلي مایار دا هم وویل چې درې ورځو کې یې له کابل ۱۵۰۰ شکمنې پېښې ټولې کړي او ارزولې دي.

د روغتیا وزارت مالومات ښيي چې تېرو ۲۴ ګړیو کې اول ځل پکتیکا او بغلان کې هم د کورونا اخته کس پېژندل شوی او اوس د هغو ولایتونو شمېر ۱۸ ته ورسېد چې کورونا پکې شته.

له دې مخکې په هرات، کابل، سمنګان، نیمروز، لوګر، بلخ، زابل، غزني، بدخشان، کندهار، ننګرهار، دایکندي، کاپیسا، بادغېس او سرپل کې کورونا نیولي کسان و.

د عالمانو فتوا

کورونا

د عکس سرچینه، EPA

له بلې خوا د حج او اوقافو وزارت وايي، د کورونا وېروس نیولیو کسان د شمېر زیاتېدو او رسمي او نارسمي غوښتننو پسې دیني عالمانو دې برخه کې فتوا کړې ده.

د دې فتوا له مخې د کورونا د مخنیوي تدابیرو سره بې غوروي او له پامه غورځول حرام دي.

د دیني عالمانو فتوا کې راغلي چې نا اړینې غونډې او ناستې ناروا دي او چارواکي اړ دی چې مخه یې ونیسي.

د جماعت او جمعې لمانځه په هکله شرطونه اېښودل شوي او را غلي دي چې دې حالت کې د کورونا وېروس خپرېدو مخنیوي ناشونی وي، نو د جمعې لمانځه ته د خلکو تلل معذور بلل کېږي