"افغانستان کې ۱۵ میلیون وګړي تر ۱۵ کلونو ټیټ عمر لري"

افغانستان
د عکس تشریح، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق استازی وايي، د وکړو شمېر او د دوی روغتیا ته په کتو د کورنیو د تنظیم پیاوړو پروګرامونو ته اړتیا ده.

نن د جولای ۱۱مه ده چې د نفوسو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د افغانستان د وګړو شمېر په تېر کال کې له (۰،۷) سلنې زیاتوالي سره، نژدې ۳۳ ميلیونه ته رسېدلی.

د افغانستان د احصایې او مالوماتو ملي ادارې اټکل کړی چې د دې هېواد نږدې ۱۷ میلیونه وګړي نارینه دي او له ۱۶ میلیونه لږ څه ډېر یې ښځې جوړوي.

د مالوماتو له مخې د دغه هېواد د وګړو له ډلې څه باندې ۱۵ میلیونه یې له ۱۵ کلونو ټيټ عمر لري. د ډېرو ماشومانو درلودلو اغېزو په اړه د کورني تنظیم نه مراعتونه او لږ پوهاوی په افغانستان کې د وګړو د ډېرښت لامل په ګوته کېږي.

۴۵ کلنه ګلالۍ د کابل اوسېدونکې ده، زدکړې یې نه دي کړې او د ژوند ملګری یې هم لاسي توکي خرڅوي. ورځني لګښتونه د نورو په کورونو کې له کار کولو برابروي.

ګلالۍ ۱۲ کوچني او لوی ماشومان لري. هغه وايي د کورني تنظیم په اړه نه خپله پوهېدله او نه هم چا په دې اړه څه ورته ویلي:

"شوق و نو، پوهه نه وه، درسم مې نه وو لوستی. ټول یو په بل پسې پيدا شول. یوه ته به مې شیدې ورکولې چې بل به پيدا شو. نو اخري ماشومان مې دوه غبرګوني پیدا شوي دي. دواړه شیدې خوري، تر اوسه مې ښوونځي کې نه دي شامل کړي. همدا ماشومان دي چې زما سرپرستي به کوي. دا دومره ماشومان هم له دې امله چې نا پوهي وه. اوس ښه ده په ټول کور کې د ماشومانو شور وي. کله چې د ورځې په پای کې ستړې ستومانه کور ته راشم، شاوخوا مې ماشومان راباندې راټولېږي. ما ساتي. نور څوک لرم؟ ماته خدای همدا ماشومان راکړي".

ځوانان

د عکس سرچینه، Getty Images

په کندوز ولایت کې یو نا دولتي بنسټ له لسو کلونو راپدې خوا د مېرمنو د سلامتیا او د روغتیايي مېندوارۍ برخه کې فعالیت کوي. د دغه بنسټ مسؤل عبدالنصیر قریشي وايي، لویه ستونزه د کورني تنظیم مشورتي مرکزونو ته د مېرمنو کم ورتګ دی.

هغه وايي په کندز کې ۵۷ مرکزونه د کورني تنظیم او په دې برخه کې د عامه پوهاوي د ورکړې په برخه کې چوپړونه وړاندې کوي، خو یا مېرمنې د کورني تنظیم انګېزه نه لري او یا یې دا په واک کې نشته:

"په خپله بې وزلي د ټولنې په کچه د ټولو ستونزو لامل ده. دغه راز بې کاري هم. د مېرمنو له طبقې ډېری یې په ولایتونو او لرې پرتو کلیو کې بې کاره وي او په کورونو ناستې وي. د دوی د ډېرو سړي هم په موسمي توګه کار کوي. د ژمي په موسم کې ډېر یې بې کاره کېږي. همدا بې کاري یو له هغو لاملونو دی چې د کورنۍ تنظیم یې ګډوډ کړی دی. موږ ځينې څېړنې کړې، جالب ټکی پکې دا دی چې په افغانستان کې ډېر ماشومان د کب، وري او غوايي په میاشتو کې زېږي."

ښاغلی قریشي وايي چې په دې برخه کې باید د وګړو د پوهاوي کچه لوړه شي او په لومړي ګام کې نارینه وو او بیا د کورنیو خواښي ګانو ته چې په کورنۍ کې مهم رول لري، روزنه ورکړل شي.

د افغانستان د وګړو له ډلې ۷۰سلنه یې په کلیو کې ژوند کوي. په دې مانا چې د رسنیو تر څنګ د سیمې مشران، د جوماتونو ملایان او ځينې بانفوذه کسان په ټولنو کې ډېر اغېز لري.

د ټولې نړۍ د وګړو شمېر له اووه ملیارده ډېر شوی، د دې له نیمايي ډېر په آسیا او له څلورو یوه برخه یې په افریقا کې ژوند کوي. افغانستان د هغو ۸ هېوادونو له ډلې یو دی چې د وګړو شمېر یې په پرېمانه توګه ډېر شوی او په ورته وخت کې له اقتصادي، ټولنیزو او زېربنايي ستونزو سره مخ دی.

د افغانستان د اقتصاد وزارت ویلي چې د وګړو ملي پالیسي یې جوړه کړې خو تر اوسه عملي شوې نه ده.

افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د مالوماتو له مخې، د دغه هېواد د وګړو له ډلې څه باندې ۱۵ میلیونه یې له ۱۵ کلونو ټيټ عمر لري.

د اقتصاد وزیر مصطفی مستور له بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې په دې برخه کې د کورنیو د سمې پوهې کچې لوړول باید لومړی ګام وي:

"زما موخه دا ده چې، په دې برخه کې د پیغام رسونې ډول په ډېری مواردو کې نږدې په منفي بڼه وي، یعنی متضاد وي. هغه ډول چې پکار ده باید ووایي او دود یې کړي، پر ځای یې په داسې بڼه دودوي چې نه یوازې ویجاړونکي خلک او یو شمېر مذهبي اشخاص چې په موضوع نه پوهېږي، عام وګړي هم یو بل ډول ناسم پوهاوی ترلاسه کوي."

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق استازی وايي، د وکړو شمېر او د دوی روغتیا ته په کتو د کورنیو د تنظیم پیاوړو پروګرامونو ته اړتیا ده.

په افغانستان له پرمختګونو سره ـ سره لا هم له هرو ۱۰۰زره مېرمنو ۶۳۸ یې د ماشوم زېږېدو پر مهال مري.