'لس میلیونه افغانان لیک لوست نه شي کولای'

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان پوهنې وزارت چارواکي وايي، دغه هېواد کې نژدې لس میلیونه کسان لیک لوست نه شي کولای، چې عمرونه یې له ۱۵ کلنۍ پورته دي او د هر کال له تېرېدو سره دا شمېر ډېرېږي.
په دغه وزارت کې د لیک لوست زده کړې څانګې مرستیال سردار محمد رحیمي بي بي سي ته وویل، تېرو ۱۸ کلونو کې نژدې شپږ میلیونه کسانو د لیک لوست زده کړې پروګرامونو کې ګډون کړی دی.
د افغانستان احصایې مرکزې ادارې په روان کال کې د افغانستان نفوس ۳۲ میلیونه اټکل کړی دی چې ۴۸ سلنه یې له ۱۵ کلنۍ کم عمره دي.
بل لور ته نن افغان چارواکو د یوه داسې پروګرام اعلان وکړ چې په رضاکارانه توګه به یې ګډونوال خلک لیک لوست ته هڅوي.
د پروګرام ګډونوالو ته د زده کړې یا سواد کاروان نوم ورکړل شوی دی.
د ښاغلي رحیمي په خبره شمېرې ښيي چې په ۱۴ ولاتیونو کې د لیک لوست کچه په نسبي ډول ښه ده، خو په ۲۰ نورو ولایتونو کې د لیک لوست برخه کې ډېرې ستونزې لا هم شته.

د عکس سرچینه، VPO2
نوموړی وايي، حکومت هڅه کوي د ۲۰۳۰ کال له رارسېدو مخکې په ټول هېواد کې د لوستو کسانو شمېر ۷۰ سلنې ته ورسېږي.
بل لور ته د کډوالو چارو وزیر حسین عالمي بلخي وايي، له ۲۰۰۲ کال راهیسې نژدې ۱۰ میلیونه کډوال هېواد ته ستانه شوي دي چې په وینا یې ځینو یې د کډوالۍ پر مهال یې د لیک لوست زده کړې ته لاسرسی نه درلود.








