افغان ښوونځیو کې د زدکوونکو د ویښتانو پر خرېیلو بندیز ولګېد

ویښتان

د عکس سرچینه، MOE/AFG

د افغانستان د پوهنې وزارت اعلان کړی چې له دې وروسته په ښوونځیو کې د زدکوونکو د ویښتانو قیچي کولو باندې بندیز لګیدلی.

وزارت ویلي ددې کار لامل زدکوونکو ته د "رواني ټکان" مخنیوی دی.

د پوهنې وزارت په خپله فیسبوک پاڼه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د پوهنې سرپرست وزیر محمد میرویس بلخي په خپله ددې کار د بندېدو امر کړی دی.

وزارت ویلي، دا کار د ماشومانو په روان منفي اغېز کوي او له همدې امله بند کړای شوی دی.

د وزارت په وینا دا پریکړه یې د افغانستان ټولو ولایتونو د پوهنې رییسانو ته لېږلې ده.

له دې وړاندې به د زدکوونکو ویښتان د ښوونځیو لخوا له ټاکل شوې اندازې د ډېروالي په صورت کې قیچي یا خرییل کېدل.

د پوهنې وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دې ادارې ددې ډول چلند پرځای له کورنیو سره په ګډه "د اصلاح بدیلې لارې" باندې تاکید کړی دی.

د پوهنې وزیر ویلي، له دې کار سرغړوونکو سره به د ادراي اصولو مطابق قانوني چلند وشي.

پوهنې وزارت

د عکس سرچینه، MOE.AF

وړاندې هم زدکوونکو ماشومانو سره ددې ډول چلند په اړه خبره شوې وه، ولسمشر غني هم یو وار ویلي و چې د افغانستان په ښوونیزو بنسټونو کې باید تاوتریخوالی له منځه لاړ شي.

هغه زیاته کړې وه "له ښوونکو زما هیله دا ده چې د مهربانۍ له مخې له ښوونځیو کنځا او لرګي لرې کړئ. په ښوونځیو کې باید لرګي ځای ونه لري."

په ښوونیزو بنسټونو کې په لرګیو د ماشومانو وهلو وړاندې هم نیوکې را برسېره کړې وې.

ولسمشر غني ویلي ویلي و چې ښوونځی د پېژندګلوي د جوړولو ځای دی او که په داسې ځای کې د ماشومانو سپکاوی وشي یا ووهل شي، دده په خبره راتلونکې کې به دوی هم توهینوونکي او زورواکي جوړ شي.