ولسمشر غني نجونو ته د پوهنې وزارت د جامو طرحه رد کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان ولسمشر دفتر وايي، د نجونو لپاره د پوهنې وزارت د جامو طرحه د ولسمشر له خوا رد شوې او د ولسمشر غوښتنه دا ده چې دا طرحه دې د افغانستان کلتور، خلکو ژوند او د والدینو مشورې ته په کتو جوړه شي.
د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل: "د ولسمشر غوښتنه دا ده چې دغه یونیفورم دې اقتصاد، د افغانستان فرهنګ، د خلکو ژوند او د والدینو مشورې ته په کتو غوره شي."
وړاندې د پوهنې وزارت بي بي سي ته وویل، د نجونو لپاره یې نوی یونیفورم جوړ کړی، چې د ابتدائیه ښځینه زده کوونکو د کمیس رنګ ابي، او پرتوږ او سپین ټیکری، کمیس یې لنډ تر زنګنونو پورې او د متوسطه او لېسې د زده کوونکو د کمیس رنګ فولادي، سپین ټیکری، کمیس تر پښو پورې اوږد غوره شوی دی.

د عکس سرچینه، AFP
پوهنې وزارت ویلي، دا طرحه سږ کال اختیاري ده چې په ازمېښتي ډول کارول کېږي، که دغه لایحه د منلو وړ وه او خلکو خوښه کړه، نو راتلونکی کال به اجباري بڼه غوره کړي.
د پوهنې وزارت د نشراتو رییس کبیر حقمل بي بي سي ته وولی، د نجونو د کالیو رنګ او ډول یې وزیرانو شورا ته هم وړاندې کړی او هغوی ورسره منلی دی.
ښاغلي حقمل زیاته کړه، د دغه لباس ډول او لایحه د یوه ځانګړي قانون له مخې، د وزارت د علمي شورا د پرله پسې ناستو پایله کې، چې ښځې هم په کې دي، جوړ شوی دی.
له دغو عسکونو خپرولو وروسته په خواله رسنیو کې ډېر غبرګونه را پورته شول. ځینو کسانو د دغو جامو پر ضد پاڼې جوړې کړې.
یو شمېر انجونو بي بي سي سره خبرو کې دا جامې د عربانو ښځو غوندې بولي او وویل ولې پوهنې وزارت د افغانانو جامې (کمیس او مناسب پرتوږ) نه دي غوره کړي؟
له ولسمشر غني له امر وروسته د پوهنې وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.








