"۱۷ کاله استاد وم، خو لیک لوست مې نشو کولی"

د عکس سرچینه، Alamy
جان کور کوران په ۱۹۴۰مه او ۵۰مه لسیزه کې د امریکا په نیو مکسیکو ایالت کې لوی شوی دی.
نوموړی پنځه خویندې او وروڼه لري.
جان تر ښوونځې ورسته پوهنتون ته ولاړ او بیا په ۱۹۶۰مه لسیزه کې ښوونکی شو.
۱۷ کاله د ښوونکي په توګه له دندې وروسته نوموړي بلآخره له یوه راز نه پرده پورته کړه.
هغه وايې چې ماشوم وو نو مور پلار به ورته ويل چې د ګټې توان لرې او ما به هم دغه خبره رښتيا ګڼله۔ ما ډير وروسته خبرې زده کړې وې خو پر دې هيله چې خپلې خويندو په ډول به لوست وکړي۔

د جان کیسه به د ده له خولې واورو:
"کله چې ماشوم وم نو مور او پلار مې تل راته ویل چې ته ګټونکی یې. تر شپږ کلنۍ پورې یې ما هم پر خبره باور کاوه. په ښوونځي کې هم بد نه وم. هغه مهال دومره سختي هم نه وه. د ښوونکو رانه همدومره تمه وه چې په لیکه کې سم ودرېږ، کینو، خبرې ونکړو او پر وخت تشناب ته ولاړ شو."
په دویم ټولګې کې مو د متن لوستل پيل کړل. زما لپاره دا کار ګران و. داسې لکه یوه چینایۍ ورځپاڼه چې لولم. نه پوهېدم چې په متن کې څه دي. د یو ۷ کلن یا ۸ کلن ماشوم لپاره د دې ستونزې حل دومره اسانه نه و.
کله کله به مې نیمه شپه کتاب را واخیست چې لوست وکړم. خو نه کېده. په ښوونځي کې به تل له کمزورو زده کوونکو سره ناست وم. خو ښوونکي مې پلار ته وویل چې دی تکړه دی. له همدې کبله یې دریم ټولګي ته بریالی کړم.

په ۷ ټولګي کې مې تل ورانی کاوه. هره ورځ به د مشر ښوونکي په دفتر کې ناست وم. له ښوونځي هم و ایستل شوم. خو ۸ ټولګي کې مې پرېکړه وکړه چې نور باید بدل شم. له هغې ورځې وروسته نور د ښوونځي اصولو ته ژمن پاتې شوم او د ښوونکو هره خبره به مې منله.
زما ارمان و چې ورزشکار جوړ شم. خو ترڅنګ مې ریاضي هم ښه زده وه. په حساب کې له کوچني والي تکړه وم.
د خیر ښېګنې احساس مې هم درلود. ښوونځي کې مې ملګرې هم پيدا کړې وه. کله نا کله به هغې د ښوونځي لخوا راکړل شوی کورنی کار هم راته کاوه. خپله مې له خپل نوم او یوې نیمې جملې پرته نور څه نشو لیکلی. تل به مې امتحان کې نقل کاوه.
خو له دې هر څه سره سره زه بیا هم ښوونکی شوم. فکر مې کاوه چې له ښوونکي هسې هم څوک پوښتنې نه کوي.
له واده وروسته مې ژمنه وکړه چې خپلې مېرمنې ته به حال وایم. یوه ورځ مې ورته وویل. هغه ډېره وروسته راباندې پوهه شوه.
زه له ۱۹۶۱ کال نه تر ۱۹۷۸ کاله پورې ښوونکی وم. خو هېڅوک نه وو پوه چې لیک او لوست نشم کولی.
یوه شپه مې پر تلویزیون د پاخه عمر کسانو لپاره د لیک لوست په اړه یوه وینا واورېده. په سبا ورځ کتابتون ته ولاړم او په هماغه پروژه کې مې خپل نوم ثبت کړ. سپینه مې ورته وویله چې لیک لوست نشم کولی. یوه ۶۵ کلنه مېرمن یې زما ښوونکې وټاکله. هغې راته لومړی نصیحت دا وکړ چې باید د لیکلو هڅه وکړم.
زما په یاد دي. تر هر څه د مخه مې د خپل احساس په اړه یو شعر ولیکه. د شعر ښه والی دا دی چې د جملې د بشپړولو غم درسره نه وي. نیمه خبره هم پکې کولی شې.

کله چې یو کس لوست نشي کولی، تل د خپل ماشومتوب په ژوند کې بند پاتې وي. ما په ۷ کالو کې لیک لوست زده کړل. بیا مې زده غټ کړ او خلکو ته مې رښتیا وویل. هېچا باور نه کاوه.
زما پیغام دا دی چې زما په څېر خلک کم عقل نه وي. بله دا چې د زده کړې لپاره هېڅ وخت ناوخته نه وي. زده کړه هر وخت کېدلی شي. ما ۴۸ کاله په تیاره کې ژوند وکړ. اوس فکر کوم چې لیک لوست زده کول ښایي ستونزمن وي، خو ناشونې نه ده.








