سرور دانش: د سلیماني وژنه باید د افغان سولې بهیر ګډوډ نه کړي

قاسم سلیماني

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغان ولسمشر مرستیال وايي، هیله لري چې په عراق کې د لوړپوړي ایراني پوځي قومندان قاسم سلیماني وژل کېدل به د افغانستان د سولې بهیر اغېزمن نه کړي.

سرور دانش په عراق کې د ایران د قدس ځواک وژل شوی قوماندان 'د اسلامي دولت نومې یا داعش ډلې پر ضد مبارزه کې پېژندل شوې څېره ' وبلله او وېره یې وښوده چې له وژل کېدو سره یې په سیمه کې پیچلی سیاسي او امنیتي حالت رامنځته شوی.

ښاغلي دانش په یوه غونډه کې په سیمه کې د سولې او امنیت شتون په افغانستان کې د سولې او امنیت له شتون سره تړلی وباله او هیله يې وښوده چې د قاسم سلیماني وژنه د افغانستان په سوله منفي اغېز و نه کړي.

هغه ټولو لورو ته په آرامه د ستونزو د حل بلنه ورکړه او د خپل هېواد پر بې پرې دریځ یې ټینګار وکړ.

هغه وویل:

"موږ د تاسف او اندېښنې د څرګندولو تر څنګ له ټولو خواوو د زغم او تېرېدني غوښتونکي یو. موږ لېري او نږدې هېوادونو ته، په تېره بیا د افغانستان ګاونډیانو ته ډاډ ورکوو چې له افغانستانه به د هېڅ هېواد د ګټو پر وړاندي کار وا نه خیستل شي او بل چا ته به هم اجازه ور نه کړل شي چې د افغانستان ملي ګټي نادیده ونیسي، او له افغانستانه د نیابتي جګړو د ډګر په توګه کار واخلي."

هغه دا هم وویل چې قاسم سلیمانی په سیمه کې د داعش خلاف مبارزې مهمه څېره وو.

ښاغلي دانش امریکا د افغانستان ستراتیژیک متحد او ایران يې خپل داسې ګاونډی هېواد وباله چې دوستانه او تاريخي اړيکې ورسره لري.

د عراق پلازمېنې بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د ایران د انقلاب د ساتندویه ځواک د بهرنۍ څانګې د قوماندان وژل کېدو ته په افغانستان کې هم بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، اجرائيه مشر عبدالله عبدالله، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو حنیف اتمر او عبدالطیف پدارم او ځینې نور سیاستوالو په دې وژنه خپل خواشینی ښودلې.

سرور دانش

د عکس سرچینه، VPO2

د عکس تشریح، ښاغلي دانش امریکا د افغانستان ستراتیژیک متحد او ایران يې خپل داسې ګاونډی هېواد وباله چې دوستانه او تاريخي اړيکې ورسره لري.

خود افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په خپل غبرګون کې له ایران او امریکا غوښتي چې ستونزې له سوله ‌ييزې لارې حل کړي او ټینګاريې کړی چې د افغانستان خاوره به د کوم بل هېواد خلاف نه کارېږي.

د افغانستان په رسنیو او خپرنیو کې هم دغه خبر پراخ غبرګون درلود.

یو شمېر يې وايي افغانستان په داسې موقف کې نه دی چې منځګړیتوب وکړي، باید خپله بې پرې توب وساتي خو بله ډله بیا وايي چې سلېماني افغانان د سیمې په نیابتي جګړو کې د سون توکو په ډول کارول.