بغداد کې د سلیماني جنازه او د امریکا ضد شعارونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د عراق پلازمېنه بغداد کې ګڼو کسانو د وژل شوي ایراني پوځي افسر قاسم سلیماني په جنازه کې ګډون کړی، چې پرون جمعه د دغه ښار په هوايي ډګر کې د امریکا په ډرون برید کې ووژل شو.
سلیماني په منځني ختیځ کې د ایراني فعالیتونو معمار و. ایران وايي، د وژل کېدو (سخت غچ) به یې اخلي. په بغداد کې را یو ځای شویو خلکو د هغه ویر پیل وکړ، چې د نوموړي لپاره اعلان شوی دی.
د قاسم سلیماني مړی به ایران له لېږدول کېدو وروسته د هغه په پلرنۍ سیمه کې خاورو ته سپارل کېږي.
د عراق ننیو مراسمو کې د ابو مهدي المهندس ویر هم شامل و، چې له قاسم سلیماني سره یو ځای ووژل شو. المهندس په عراق کې د ایران پلوه کتایب حزب الله ملېشې مشر و.
د عراق په لارو کوڅو کې د سلیماني د مړي تر څنګ روانو کسانو د نوموړي تصویرونه لېږدول او 'مرګ پر امریکا ' شعارونه یې ورکول.
رپوټونه وايي، د شنبې پر ورځ به د سلیماني مړی ایران ته ولېږدول شي، چې درې ورځې رسمي ویر یې اعلان کړی او د مرکزي ایران په کرمان کې به د سې شنبې پر ورځ خاورو ته وسپارل شي.

د عکس سرچینه، AFP
بل لور ته د عراق په لارو کوڅو کې ځینې خلکو د نوموړي وژل کېدو له کبله خوښۍ لمانځلې. پر هغه تور و چې د دیموکراسۍ سوله ییزو پلویانو پر ضد یې تاوتریخجن عملیات طرح کړي وو.
له دې مخکې د قاسم سليماني د وژنې په تړاو د څرگندونو پر مهال د امریکا ولسمشر ډونلډ وويل، امريکا يو بې عيبه بريد وکړ چې د دۀ په وينا د نړۍ لومړى درجه ترهگر يې وواژه:
"هغه څه چې د امريکا متحده ايالتونو پرون وکړل، بايد ډېر وړاندې شوى واى. د ډېرو خلکو ژوند به ژغورل شوى واى. په دې وروستيو کې ايران کې د احتجاجيانو د ظالمانه ځپنې مشري سليماني کوله، چې څه د پاسه زر تنه بې گناه ملکيان د خپل حکومت له لوري شکنجه او ووژل شول. موږ تېره شپه د يوې جگړې د درولو لپاره اقدام وکړ نه د يوې جگړې د پيلولو لپاره."

د عکس سرچینه، Getty Images
ولسمشر ټرمپ پر دغه ځواکمن ايراني جنرال د بريد د توجيه کولو په موخه وويل چې قاسم سليماني د امريکا د پوځي پرسونل او ډيپلوماتانو پرضد ژر ترسره کېدونکي پلانونه جوړول.
ښاغلي ټرمپ دا هم زياته کړه چې امريکا ايران کې د رژيم بدلولو تکل نه لري، خو سيمه کې د ايران او د نيابتي ډلو له لوريې يې سمبال شوى تاوتريخوالی بايد ودرول شي.
د نړۍ ډېر شمېر مشرانو ويلي کېداى شي د جنرال سليماني وژنه د سيمې امنيت لپاره جدي پايلې ولري، خو د ملگرو ملتونو سرمنشي ويلي نړۍ خليج کې د يوې بلې جگړې توان نه لري.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني بيا د يوې وينا پاڼې په خپرولو له ايران او امريکا تمه څرگنده کړې چې خپلمنځي مخالفتونه د خبرو له لارې حل کړي.
د ارګ په اعلامیه کې راغلي، هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې خاوره به یې د بل هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي.
په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزارت پنټاگون ځينو چارواکو ويلي چې شاوخوا درې نيم زره نور امريکايي سرتېري به منځني ختيځ ته واستول شي.
دا په داسې حال کې ده چې بغداد کې د امريکا پر سفارت د احتجاجيانو له بريد وروسته وار له مخه اووه سوه سرتېرې سيمې ته استولې دي.
له عراقه بيا را رسېدلي رپوټونه وايي ځينو امريکايانو د خپل سفارت د مشورې سره سم له عراقه وتل پيل کړي دي.
د عراق په سوېل کې د تېلو شرکتونو د خپلو کارمنو د امنيت په اړه اندېښنه څرگنده کړې، خو ويلي یې دي چې د تېلو توليدات په نه اغېزمنېږي.
جنرال قاسم سلیماني د جمعې پر سهار د بغداد په هوایي ډګر کې هغه مهال ووژل شو چې امریکا یې د موټرو پر کاروان ډرون برید وکړ.
۶۲ کلن سلیماني په منځني ختیځ کې د ایران د پوځي عملیاتو څارونکی و.

شنونکي وايي، ایران څو لارې لري، یو ه یې دا ده چې کېدای شي د قاسم سلیماني د کچې یو امریکايی کس په نښه کړي، ځکه چې سلیماني یو جګپوړی پوځي قومندان و استخباراتي رول یې هم لاره، نورې لارې هم لري لکه په سیمه کې پر مېشتو امریکايي ځواکونو او اډو بریدونه.
که د منځني ختیځ سیمې وضعیت ته وکتل شي، د سلیماني په وخت کې د ایران نفوذ تر بل هر وخت ډېر شو ،یعنې په عمومي ډول دا فکر کېږي چې ایران په سیمه کې په څلورو پلازمېنو کنټرول لري: بغداد، بیروت، دمشق او یمن کې. په دې معنا چې دا ټولې د ده لاس ته راوړنې ګڼل کېږي ځکه چې څه باندې شل کاله کېدل د قدس ځواک مشر و او قدس ځواک د ایران د سپاه پاسداران بهرنۍ څانګه ده یعنې هغه څانګه ده چې له هېواده بهر فعالیت کوي.
نو دوی په بهرنۍ تګلاره باندې ډېر نفوذ لري. د ایران بهرنۍ تګلارې په ځانګړي ډول د سیمې لپاره یو ډول تګلاره جوړوي چې د دوی رول پکې دی. په سفارتونو کې که د دوی سفیر نه وي او نور جګپوړي ډیپلوماټان یې وي کار کوي.
په ځانکړي ډول د ملېشو په روزلو او د هغوی په اکمالولو کې د قدس ځواک زیات رول لري که هغه په لبنان کې حزب الله ملېشه ده، په عراق کې ملېشې، سوریې، یمن او یا هم په افغانستان کې له ډېرو خوا سره کار کوي د ۹۰ کلونو جګړو راهیسې له ځینو ډلو سره په افغانستان کې د دوی رول شته، نو له دې کبله رول ډېر مهم و او ایران به د دې هڅه کوي چې د ده غچ واخیستلی شي.
اوس دا د امریکا لپاره ډېره ګرانه او خطرناکه شوه چې په سیمه کې پاتې شي که هغه سیاسي او پوځي رول وي او په سیمه کې په ځانکړي ډول په افغانستان او عراق کې به په امریکا سیاسي او پوځي فشار زیاتېږي او درېیمه خبره دا ده چې د امریکا او ملګرو پر ضد بریدونه کېدای شي ډېر او خطرناک شي او څلورمه خبره دا چې د ایران او امریکا لانجه به اوس ډېر اهمیت پېدا کړي.
د نړۍ له نورو لانجو څخه به نظر واوړي په ځانکړي ډول د امریکا نظر به کم شي لکه په یمن، افغانستان، عراق او سوریه کې یعنې د سلیماني وژل دغه عواقب لرلی شي.
د ۲۰۰۱ سپتمبر ۱۱مه او د سلیماني رول
"انډیا ټوډې" ورځپاڼې د طالبانو د رژیم نسکورولو کې د ایران د انقلابي ساتونکو د قدس ځواک د وژل شوي مشر قاسم سلیماني د رول په تړاو مطلب خپور کړی او وايي چې سلیماني د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یولسمې له پېښو سم لاسې وروسته افغانستان کې د امریکا د بریدونو په بریالي کولو کې کلیدي رول لوبولی و.
ورځپاڼه وايي امریکا هغه مهال د داسې مالوماتو په لټه کې وه چې پر بنسټ یې اقدام وکولی شي، نو د سپټمبر له پیسې یوه ورځ وروسته د ورځپاڼې په وینا د سلیماني له لوري د ګمارل شویو مرکچیانو او امریکايي چارواکو تر منځ د خبرو لړۍ پیل شوه.
ورځپاڼه وړاندې لیکي په اکتوبر میاشت کې د سلیماني یو مرکچي امریکايي چارواکو ته یوه نقشه وغورځوله او ورته یې هغه ځایونه په نښه کړل چې باید هغوی ورباندې برید وکړي. البته دغې ورځپاڼې ویلي، دغه مرکچي امریکايانو ته وویل چې اول باید په دغه ځای برید وکړئ او بیا بل نښه شوي ځای باندې یې ګوته کېښوده او بیا یې ویل همداسې پر مخ ورځئ.
ورځپاڼه وايي سلیماني دا ویاړ لاره چې امریکايي چارواکو ته یې د طالبانو او القاعدې پر وړاندې د برید لارښود و. خو بیا درې میاشتې وروسته له هغې چې ولسمشر بوش ایران د هغو هېوادونو په کتار کې راوست چې ده د شرارت محور بلل، نو سلیماني د ایران غلیم شو.














