د جنرال سلیماني وژنې ته د ارګ غبرګون: "د افغانستان خاوره به د هېڅ ګاونډي پر ضد نه کارېږي"

غني او پومپیو

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، په عراق کې د وروستیو پېښو او په سیمه کې د تاوتریخالي‌ ډېرېدو د احتمال په اړه اندېښنه لري.

په هغه اعلامیه کې چې د ارګ لخوا د جمعې پر ماسخوتن خپره شوې راغلي، 'افغانستان له ایران سره دیني، فرهنګي او تاریخي اړیکې لري او له امریکا سره هم ستراتیژیک تړون لري، او له دواړو هېوادونو تمه لري چې خپلمنځي اختلافونه دې د خبرو له لارې حل کړي. '

افغان حکومت وروسته له هغه دا غبرګون ښوولی چې امریکا د ایران د القدس ځواک مشر جنرال قاسم سیلماني په بغداد کې په یوه هوایي برید کې وواژه.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، 'جنرال سلیماني د میلیونونو کسانو د وژنې مسول و او باید کلونه پخوان وژل شوی وای. '

خو ایران د امریکا دا کړنه یو ترهګر عمل بللی او ګواښ یې کړی چې پر مناسب وخت به یې غچ اخلي.‌

قاسم سلیماني د ایران سپاه پاسداران انقلاب د قدس څانګې مشر و، چې له پولو بهر فعالیت کوي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، قاسم سلیماني د ایران سپاه پاسداران انقلاب د قدس څانګې مشر و، چې له پولو بهر فعالیت کوي

د ارګ په اعلامیه کې راغلي، 'افغانستان له امریکا سره د ستراتیژیک تړون له مخې خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې خاوره به یې د بل هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي. '

بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې د جنرال سلیماني د وژنې په تړاو خبرې کړې دي.

ښاغلي پومپیو هم په خپل ټویټ کې ویلي چې د ایران رژیم په ټوله سیمه کې د بې ثباتۍ لامل دی، او امریکا به د خپلووګړو او خپلو خلکو د ساتنې لپاره هر ګام پورته کوي.‌

د ارګ اعلامیه وایي، افغان ولسمشر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ ګاونډي پر ضد نه کارېږي.

جنرال قاسم سلیماني د جمعې پر سهار د بغداد په هوایي ډګر کې هغه مهال ووژل شو چې امریکا یې د موټرو پر کاروان ډرون برید وکړ.

ایران ته د سوریې ولسمشر بشارالاسد د سفر پر مهال د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پر ځای جنرال سلیماني موجود و

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایران ته د سوریې ولسمشر بشارالاسد د سفر پر مهال د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پر ځای جنرال سلیماني موجود و

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، پخپله یې د دې برید امر کړی و، ځکه په خبره یې، 'جنرال سلیماني سیمه کې پر امریکا د نورو بریدونو پلان درلود. '

د امریکا دې برید په سیمه ییزه او نړیواله کچه پراخ غبرګونه را پارولي‌ دي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د ولسمشر ټرمپ دا ګام غندلی دی او خبرداری یې ورکړی چې دې سره به سیمه نوره هم بې ثباته شي.

برتانیې او یو شمېر نورو هېوادونو پر ایران او امریکا غږ کړی چې له زغمه دې کار واخلي.

په افغانستان کې هم پخواني ولسمشر حامد کرزي او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د امریکا هوایي برید کې د جنرال قاسم سلیماني وژنه غندلې ده

ښاغلی پومپیو په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د ولسمشر ټرمپ لخوا یې د قاسم سلیماني وژلو پرېکړې په هکله له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستاني پوځ له مشر جنرال جاوید قمر باجوه سره د امریکایانو خوندیتوب په هکله خبرې کړې دي.

ښاغلی پومپیو زیاتوي ''د ایراني رژیم کړنې د ټولې سیمې بې ثباتۍ وسیله ده او امریکا به خپل خلک او خپلې ګټې خوندي کړي. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

بل لور ته د عراق سیاسي او مذهبي مشرانو د جنرال قاسم سلیماني وژنه غندلې او هغه یې د عراق پر ضد تېری بللی دی.

د عراق لومړی وزیر عادل عبدلمهدي وایي، دا برید کولی شي په سیمه او تر هغې ها خوا جګړه ونښلوي. د عراق لوړ پوړي شیعه مذهبي مشر ایت الله علي سیستاني پر ټولو غاړو د صبر او کرارۍ غږ وکړ.

د ښاغلي سلیماني تر وژنې وروسته د حالاتو د خرابېدو په اړه نړیوالې اندېښنې په زیاتېدو دي.

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي ویلي، د قاسم سلیماني 'سخت غچ ' به واخلي او زیاته یې کړه چې د قاسم سلیماني تګلار به دوام لري. نوموړي په ایران کې درې ورځې ماتم اعلان کړی دی.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د وژل شوي افسر قاسم سلیماني کورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندولو لپاره د هغه کور ته ورغلی و

د عکس سرچینه، leader.ir

د عکس تشریح، د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د وژل شوي افسر قاسم سلیماني کورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندولو لپاره د هغه کور ته ورغلی و

چین له ټولو خواوو په ځانګړې توګه له امریکا غوښتي چې له زغمه کار واخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، واشنګټن په سیمه کې د ځواک انډول بدلون غوښت او ده خبر داری ورکړ چې دا به په سیمه کې کړکیچ زیات کړي.

برتاینا مني چې قدس یو ګواښ و، خو له ښکیلو غاړو یې وغوښتل چې کړکېچ ته لمن و نه وهي. داسراییلو لومړي وزیر بین یامین نتنیاهو خپل بهرنی سفر پای ته رسولی او اسرییلو ته ستون شوی دی.

د اسرایییلو پوځي راډیو وایي، د ایران یا یې د ملګرو له خوا د غچ اخیستنې هر ډول ځواب ته د تیار سۍ په حال کې دي.

د افغان حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله په یوه اعلامیه کې ویلي، ''د نن ګهیځ پر هغه پېښه چې قاسم سلیماني او ملګري یې پکې ووژل شول، خواشینی یم، د نوموړي کورنۍ او د ایران خلکو ته تسلیت وایم. ''

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د ښاغلي سلیماني وژنه غندلې او دا کار یې د نړیوالو اصولو او سیمه کې د سولې او ثبات خلاف بللی دی.

د ولسي جرګې پخواني غړي لطیف پدرام د قاسم سلیماني وژنه حکومتي ترهګري بللې ده.

بل لور ته د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي اسماعیل قااني د جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته د القدس ځواک نومی مشر ګومارلی دی. ۶۱ کلن قااني د ایران په مشهد کې زېږېدلی او له ۱۳۵۸ کال راهیسې د سپاه پاسداران انقلاب نومي ځواک غړی دی

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي اسماعیل قااني د جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته د القدس ځواک نومی مشر ګومارلی

د عکس سرچینه، FARS

د عکس تشریح، د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي اسماعیل قااني د جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته د القدس ځواک نومی مشر ګومارلی

نورو افغانانو خواله رسنیو کې بېلابېل غبرګونونه ښودلی، هغه ډله چې 'فاطمیون لېوا ' کې د افغانانو شتون ملاتړي دي، د قاسم سلیماني پر مرګ خواشیني دي، خو نورو نوموړی "د ایران په ګټه د افغانانو په کارولو" تورن کړی دی.

د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر کریم خرم خپل ټوېتر کې لیکلي، امریکا چې څه په منځني ختیځ، ایران او د افغانستان شاوخوا هېوادونو کې کوي او هره ورځ تاوتریخوالی زیاتوي، نو ترې مالومېږي چې افغانستان کې د رښتونې سولې ټینګولو نیت نه لري.

د ایران ۶۲ کلن خورا ځواکمن پوځي افسر جنرال قاسم سلیماني په منځني ختیځ کې د القدس نومي ځواک د مشر په توګه د ایراني پوځي عملیاتو مشري کوله.

نوموړی د جمعې پر ګهیځ د پلازمېنې بغداد هوايي ډګر کې د ایران پلوه شیعه ملېشې له ځینې مشرانو سره یو ځای په هغه هوايي برید کې وژل شوی، چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ یې امر ورکړی.

د سلیماني وژل کېدو ته د واشنګټن او تهران تر منځ د اړیکو لا تاوتریخجن کېدو په نظر کتل کېږي.

ایران

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په ایران کې زرګونه کسان لارو کوڅو ته وتلي، د قاسم سلیماني پر مرګ ویر کوي او د امریکا دغه اقدام غندي.

د نوموړي په مشري ایران په لبنان کې حزب الله او نورې ایران پلوه ملېشې پیاوړې کړې، په سوریه او عراق کې یې د ایران پوځي حضور زیات کړ او د سوریې په اوږده کورنۍ جګړه کې یې د یاغیانو پر ضد بریدونه همغږي کړل.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د نوموړي وژل کېدو وروسته ویلي:

''سخته غچ اخیستنه د مجرمانو انتظار کوي. ''

د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان وايي، ډونلډ ټرمپ د قاسم سلیماني د وژلو لپاره دې هوايي برید امر کړی و.

بغداد

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ایران نیمه حکومتي خبري اژانس فارس چې له سپاه پاسدران سره نږدې اړیکي لري سهار وختي لومړیو کې بغداد کې د حشد الشعبي پر کاروان برید تایید کړ.

بل لور ته په ایران کې زرګونه کسان لارو کوڅو ته وتلي، د قاسم سلیماني پر مرګ ویر کوي او د امریکا دغه اقدام غندي.

د ایران نیمه حکومتي خبري اژانس فارس چې له سپاه پاسدران سره نږدې اړیکي لري سهار وختي لومړیو کې د حشد الشعبي پر کاروان برید تایید کړ.

وروسته یې خپل سرلیک بدل کړ او د سپاه پسداران د بیان له مخې یې ولیکل:

"د اسلام سرلوړی مشر حاج(حاجي) قاسم سلیماني له یو عمر مجاهدت وروسته نن سهار د امریکايي چورلکو په برید کې شهید شو".

دا خبر هغه مهال پیل شو، چې د عراق حکومتي تلوېزون د جمعې په سهار وویل، د بغداد هوايي ډګر کې د موټرو درېدو په ځای کې پر دوو ګاډو راکټي برید شوی او څو کسان پکې ټپيان شوي دي.

وروسته عراق کې د ایران ملاتړو شیعه ملېشو(حشد الشعبي) رویټرز خبري اژانس ته وویل دې برید کې ښاغلی قاسم سلیماني او د دې وسلوالو یو مشر ابو مهدي المهندس وژل شوي دي.

ابو مهدي المهندس (په منځ کې) هم د جمعې ورځې برید کې وژل شوی دی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ابو مهدي المهندس (په منځ کې) هم د جمعې ورځې برید کې وژل شوی دی

دا برید له هغه څو ورځې وروسته دی چې د حشد الشعبي اړوند د کتایب حزب الله ملاتړو بغداد کې د امریکا سفارت کلابند کړ او له امریکايي ځواکونو سره نښته هم وکړه.

دوی د کتایب حزب الله ډلې پر مرکزونو د امریکا له هوايي بریدونو وروسته پر سفارت چپاو ور ووړ.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د پنجشنبې په وروستیو کې وویل، امریکا به سیمه کې پر خپل پرسونل بریدونه و نه مني.

نوموړي ایران تورن کړ چې د سفارت تاوتریخوالي کې یې لاس درلود:

"زموږ پرضد برید ته به په وخت او زموږ د غوراوي له مخې ځای او ډول سره ځواب وویل شي. موږ له ایراني رژیم غواړو چې له بدغونو چارو لاس واخلي".