'عراق کې د ایراني توغندیو پټ انبار'

د عکس سرچینه، TASNIM News
امریکايي رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له خولې په منځني ختیځ کې د واشنګټن د ګتو پرضد د ګواښ ډېرېدو خبر ورکړی او وايي ایران په پټه په عراق کې د لنډ واټن ویشتونکو توغندیو یو وسلهتون جوړ کړی دی.
د "نیویارک ټایمز" په رپوټ کې راغلي، ایران "په عراق کې له ګډوډۍ په ګټه اخیستو" دغه وسلهتون جوړ کړی.
نیویارک ټایمز د امریکا د پوځي او امنیتي چارواکو له خولې ویلي، د ایران دا کار د هغو هڅو یوه برخه ده، چې غواړي په منځني ختیځ کې وېره خپره کړي.
د امریکا مشرانو جرګه کې د میشیګن استازې الیسا سولټکین ورځپاڼې ته ویلي " هېڅوک په عراق کې د ایران بالستیک توغندیو ته چې تېر کال یې ځای پر ځای کړي پام نه کوي، چې په دې سره ایران په سیمه کې تاوتریخوالی پراخولی شي."
د دغې استازې په وینا، د عراق په مرکزي اداره کې ګډوډۍ ایران ته ښه موقع ورکړې چې د عراق له ناامنیو په ګټه اخیستو خپلې شومې کړنې پیل کړي.
اغلې سولټکین د امریکا د مرکزي استخباراتو (سي ای اې) اداره کې د منځني ختیځ د چارو کارپوهه ده، چې په عراق کې یې هم فعالیت درلود او د اوباما او جورج ډبلیو بوش د واکمنیو پرمهال د ملي امنیت د ډلې غړې هم وه.
د امریکا امنیتي چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي، د ایران دا وسلهتون د اسراییلو او سعودي عربستان لپاره چې په سیمه کې د امریکا ملګري دي ګواښ دی.
په ورته وخت کې "وال سټریټ جورنال" ورځپاڼې ویلي، د امریکا دولت په منځني ختیځ کې د خپل پوځي حضور د پراخولو په درشل کې دی.
د دغه راپور پربنسټ، په نوې طرحه کې پر لسو بېړیو سربېره امریکا هلته د خپلو ۱۴ زرو تازه سرتېرو استولو هوډ لري، چې غواړي په منځني ختیځ کې د ایران د کړنو مخه ونیسي.
ورځپاڼه وايي، په پام کې ده چې د امریکا ولسمشر د روان کال تر پایه په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.
وړاندې، لوېدیځو هېوادونو د ایران پر حکومت تور لګولی و، چې خپل توغندي او ټکنالوجي یې سوریې او د ایران نورو ملګرو (حوثیانو او د لبنان حزب الله) ته ورکړې ده.

د عکس سرچینه، AFP
د ایران ګاونډيو سُني هېوادونو او اسراییلو د ایران د بهرنیو فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې او د خپل امنیت لپاره یې ګواښ بللی دی.
تېر کال د لوېدیځ او عراق استخبارتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو، د بغداد ختیځ 'زعفرانیه' سیمه او د کربلا شمال 'جرف الصخر' کې او همدارنګه د عراق کردستان په یوه برخه کې د توغندیو د تولید بنسټونه جوړ شوي.
دا سیمې د حزب الله د کتائب (کنډکونو) په ګډون د شیعه اورپکو په واک کې دي. د صدام حسین د واکمنۍ پرمهال په زعفرانیه کې د توغندیو د پُرزو جوړولو بنسټونه جوړ شوي وو چې د رویټرز د رپوټ پربنسټ، له تېرو دوو کلونو راهیسې د ایران په همکارۍ شیعه ډلو دغه مرکزونه او تولیدځي رغولي او بیا فعال کړي دي.









