روسیې توغولي توغندي د سوریې پرځای ''ایران کې لګېدلي''

د عکس سرچینه، Russian Ministry of Defence
د امریکا ددفاع وزارت چارواکو ویلي، هغه څلور کروز توغندي، چې له خزر سمندر نه پر سوریې توغول شوي، د ایران په خاوره کې لګېدلي دي.
اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس د دوو امریکايي چارواکو له قوله ویلي، دوی نه پوهېږي چې آیا له هدف نه لیرې لګېدلو توغندیو ایران کې کوم زیان اړولی او که نه.
د امریکا سي اېن اېن خبري آژانس هم دا خبر خپور کړی دی.
د روسیې حکومت د چارشنبې په ورځ وویل، ۲۶ کروز توغندي یې د سوریې شمال او شمال لوېدیځ ولایتونو ته توغولي دي.
روسي حکومت نور څه نه دي ویلي، چې آیا دغه توغندي پر هدفونو لګېدلي او که نه.
دغه توغندي په قزوین یا خزر سمندر کې له روسي جنګي بېړیو توغول شوي.
د ایران خبري رسنیو ويلي، د چارشنبې په ورځ ایرانیانو د هېواد شمال لوېدیځ آذربایجان ولایت په قزقاپان کې یو ناڅرګند رالوېدلی شی لیدلی، چې ویل کېږي له قزوین سمندر نه د توغول شویو توغندیو ټوټې دي.
روسیه وايي توغندي یې په سوریه کې د ''اسلامي دولت'' ډلې او نصرت جبهې پر اهدافو ویشتلي.
روسي خبري آژانس 'انټرفاکس' د دغه هېواد د دفاع وزیر له قوله لیکلي، ټول توغول شوي توغندي سوریه کې پر اهدافو لګېدلي دي. د روسیې دفاع وزیر د کنایې په توګه وویل: ''د سي اېن اېن برعکس، موږ د بې نومه سرچینو پر څرګندونو غبرګون ته څه نه لرو''.
سوریه کې د مسکو له خوا توغندیز بریدونه اته ورځې وروسته تر هغه پیل شول، چې روسي الوتکو سوریه کې د حکومت مخالفو ډلو اهداف بمباري کړل.








