جنرال قاسم سلیماني څوک و؟
د ایران یو لوړپوړی جنرال، د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په امر، په عراق کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی. جنرال قاسم سلیماني د ایران د انقلاب ساتونکو د قدس ځانګړي ځواک مشر وو. ایران ژمنه کړې ده چې غچ به یې اخلي. مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي وايي، دا وژنه به د ایرانیانو د مقاومت هوډ لا ډېر کړي. ده پر ټوېټر لیکلي، ‘’مجرمين چې لاسونه یې په وینو ککړ دي، د تېرې شپې پېښې سخته سزا به وګوري.’’ ښاغلي ایت الله علي خامنه يي د درې ورځو ملي ماتم هم اعلان کړی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پر امریکا د نړیوالې ترهګرۍ تور ولګاوه. د امریکا پرېکړه یې ‘’ډېره خطرناکه او احمقانه’’ بللې ده. امریکایی ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د برید پر مهال په فلورېدا کې و، هم د دې خبر له خپرېدو سملاسي وروسته، پر ټوېټر د امریکا بیرغ تصویر خپور کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم داسې یوه ویډیو خپره کړې ده چې عراقیان پکې ښکاري چې پر سړک له عراقي بېرغ سره روان دي او وايي خوشاله دي چې جنرال سلیماني نور په دې نړۍ کې نه شته. عراقي سیاسي او پوځي مشرانو دغه هوايي برید چې ایرانی جنرال قاسم سلیماني پکې وژل شوی غندلی دی او پر عراق یې د تېري عمل بللی. د عراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي ويلي، دغه برید په سیمه کې جګړې ته ښايي لار هواره کړي. د عراق تر ټولو معتبر مذهبي مشر ایات الله علي سیستاني پر ټولو غاړو غږ کړی دی چې له حوصلې کار واخلي. نن د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۳مه، پر هغو دوو موټرو چې جنرال قاسم سلیماني له څو نورو ایران پلویو شیعه ملېشه مشرانو سره په یوه کې سپور وو، یوه امریکايي ډرون الوتکې هغه مهال هوايي برید وکړ چې د بغداد له نړیوال هوايي ډګره وتل.
خو جنرال قاسم سلیماني څوک و؟ ولې یې وژل دومره اهمیت لري؟ په دغه رپوټ کې یې ګورو.