د قاسم سلیماني ژوندلیک: د قدس ځواکونو مشر څوک و؟

قاسم
د عکس تشریح، قاسم سلیماني عراق کې له ملېشه ځواکونو سره. قاسم سلیماني ویل د پنځلسو ورځو لپاره له سپاه سره یو ځای شوی و، خو خبره یې د جګړې تر جبهو ورسېده.
    • Author, غزا نور
    • دنده, بي بي سي

قاسم سلیماني له ۱۹۹۸ کال راهیسې له ایران بهر د پټو عملیاتو څانګې یا قدس ځواکونو مشر او په کور او بهر د ایران تر ټولو مشهور قومندان و.

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي تېر کال نوموړي ته تر ټولو ستر پوځي نښان ور کړ.

ښاغلي خامنه يي قاسم سلیماني (ژوندی شهید) باله او تېر کال یې د نښان ور کولو پر مهال دوعا کړې وه چې قاسم سلیماني دې ډېر کلونه وروسته "شهید" شي.

خو د ایران سپاه پاسداران نن ومنله چې قاسم سلیماني د امریکايي چورلکو برید کې د بغداد هوايي ډګر سره وژل شوی دی.

د ایران مذهبي مشر اوس ویلي، چې سخت غچ به یې واخلي او زیاته کړې یې ده چې د قاسم سلیماني لار به دوام لري.

نوموړي په ایران کې درې ورځې ماتم اعلان کړی دی.

امریکايي رسنۍ وايي له سوریې یا لبنان قاسم سلیماني بغداد ته تللی و چې هوايي ډګر کې یې پر موټر برید وشو.

قدس ځواکونه څه کوي؟

قاسم
د عکس تشریح، له کیڼ لوري دویم کس قاسم سلیماني دی چې د هغه وخت د ایران د ولسمشر خامنه يي سره د عراق د جګړې په هکله خبرې کوي.

قدس ځواکونه د عراق او ایران د جګړې له لومړیو له ایران بهر عراق او لبنان کې د عملیاتو لپاره جوړ شول او وروسته د سپاه په یوه مهمه برخه بدل شول، چې اوس ان د سپاه قدس په نوم هم یادېږي.

ډېر نړیوال سیاسي او پوځي پوهان باوري دي چې قدس ځواکونه سیمه کې د بدر ملېشو په ګډون عراق کې حشد الشعبي، د لبنان د حزب الله پوځي څانګې، غزه کې اسلامي جهاد یا حماس او یمن کې د حوثیانو نېغ پوځي ملاتړ کوي او روزي یې.

۶۳ کلن تورن جنرال قاسم سلیماني هم هغه مهال ډېر مشهور شو چې په عراق، بیا سوریه او د منځني ختیځ نورو هېوادونو کې د قدس ځواکونو رول بهرنیو رسنیو کې راپورته شو.

په عراق کې د داعش پیدا کېدو او سوریه کې د کورنۍ جګړې پیلېدو سره قدس ځواکونه دې هېوادونو کې ډېر ښکېل شول او ان ایران خپله منلې چې قدس ځواکونو د سوریې جګړه کې د بشار اسد ته ژمنو ځواکونو لارښوونه او ملاتړ کړی او دلته یې زرګونه شیعه وسلوال تمویل کړي، همدارنګه یې عراق کې د داعش له منځه وړلو لپاره شیعه ملېشې سمبال کړې دي.

دې هرڅه قاسم سلیماني په ایران او سیمه کې پر یو مشهور کس بدل کړ.

ملاتړو او مخالفانو یې د سیوري قومندان، نړیوال جنرال، د قومندان اروا، مرموز قومندان، د دوښمن خپسکه، جنرال حاج قاسم او څو نورو نومونه ور کړل.

سیمه کې د خامنه يي قومندان

قاسم

د عکس سرچینه، KHAMENEI.IR

د عکس تشریح، د ایران له اسلامي انقلاب راهیسې تر ټولو ستر نښان ذوالفقار یوازې سلیماني ته ور کړل شوی دی.

سره له دې چې قاسم ډېر انځورونه نه خپرول خو ځینې مهال یې د جګړې کرښه کې انځورونه خپرېدل چې ان ځینې د عراق د شیعه ملېشو له مشرانو سره هم دي.

د نوموړي ستایلو کې په پارسي او عربي کې سندرې ویل شوې. نوم یې انيمېشن نړۍ او کمپیوټري لوبو ته هم رسېدلی؛ "د فارس خلیج جګړه" انیمېشن کې اتل دی چې د امریکايي بېړۍ د له منځه وړلو امر کوي.

د ایران جوړ کمپیوتري لوبه کې "د دوښمن خپسکه" ده، خو "واحدالنمر" او "بېټل فیلډ۳" کې یې کرکټر منفي او موخه یې وژل دي.

د ایران ډېرو مشهورو سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو د قاسم سلیماني د انځورونو خپرولو یا ستایلو سره د نوموړي لا مشهورتیا کې مرسته کړې ده.

نوموړی په سیمه کې د ایران د مذهبي مشر ایت الله خامنه يي قومندان بلل کېده او یوازې ښاغلي خامنه يي ته ځواب ویونکی و.

د قاسم سلیماني پلویانو- له سمونپالو او سمونغواړو نیولې تر ډېرو ځوانانو- نوموړي ملي قهرمان باله، چې له ایران بهر یې د خپل هېواد د دفاع جبهې مشري کوله، ترڅو ایران ارام وي.

خو مخالفان یې د سیمې په تېره عراق، یمن او سوریه کې د ډېرې بې ثباتۍ مسوول او د شیعه ملېشو اصلي ملاتړی باله چې د ټولې سیمې امنیت یې ګواښمن کړی دی.

زوکړه او دنده

قاسم

د عکس سرچینه، KHAMENI.IR

د عکس تشریح، د ایران مذهبي مشر قاسم سلیماني (ژوندی شهید) باله. خو قاسم ځان د ولایت صفر سرتېری باله.

قاسم سلیماني د ۱۳۳۶ لمریز کال د کرمان ولایت رابر کلی کې وزېږېد. خپله لومړنۍ دنده یې د انقلاب لومړیو میاشتو کې د کرمان ولایت د اوبو اداره کې پیل کړه.

وروسته د سپاه مامور شو، خپله یې ویل یوازې د ۱۵ ورځو لپاره له سپاه سره مامور شوی و، خو د جګړې تر جبهو ورسېد.

د عراق او ایران د جګړې لومړیو کې یې د کرمان د جنګي ځواکونو کنډک جوړ کړ چې وروسته په زغره واله لېوا بدل شو او بیا پر ۴۱ ثارالله فرقه بدل شو.

پر ۱۳۶۱ د دې فرقې له جوړېدو تر ۱۳۷۶ کال پورې قدس ځواکونو ته تر تګ پورې د ثارالله مشر و چې جګړه کې د سپاه ډېرو عملیاتو مهم رول درلود.

خو د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت وايي، قدس ځواکونه په لبنان کې د حزب الله او فلسطین کې د اسلامي جهاد په ګډون منځني ختیځ کې له هغو ډلو سره د مالي ملاتړ، سمبالولو او روزلو بنسټیز رول لري چې امریکايي ترهګر بولي.

نوموړي د ۲۰۱۹ کال د اپرېل پر نهمه د ایران سپاه پاسدران چې قدس یې یوه څانګه ده د بهرنیو ترهګرو ډلو نوملړ ته ور زیات کړل.

په مقابل کې د ایران د وسلوالو ځواکونو لویه درستیزوالۍ یوه بیانیه کې وویل چې ایران له دې وروسته په لوېدیځه اسیا کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ اړوند ځواکونه یا سنټکام سره هم د ترهګرو په څېر چلن کوي او د ایران د سپاه پسدران د ملاتړ لپاره به "د سنټـکام ترهګرې ډلې پرضد مبارزه کې یو ډول هڅې هم درېغ نه کړي".

KHAMENEI.IR

د عکس سرچینه، KHAMENEI.IR

د عکس تشریح، د عراق د شیعه یانو مشر مقتدا صدر د قاسم سلیماني او خامنه يي منځ کې.

د تېر ډيسمبر پر ۲۷ د عراق کرکوک کې د راکټي برید له امله چې یو قراردادي ووژل او څو امریکايي سرتېري او عراقي پرسونل ټپیان شول امریکا پر کتایب حزب الله ډلې برید وکړ.

پنټګان دا خبر هم ور کړ چې که ایران او ملاتړې ډله یې کتایب حزب الله د امریکا له دفاعي بریدونو بچېدل غواړي، نو پر ایتلافي ځواکونو دې بریدونه نه کوي.

خو د امریکا دې برید ته ځواب کې د کتایب حزب الله ملاتړو بغداد کې د امریکا سفارت کلابند کړ او ولسمشر ټرمپ وویل، چې ایران د دې پېښې تر شا لاس لري او درنه بیه به یې ور کړي.

اوس د امریکا دفاع وزارت وايي، چې پر قاسم سلیماني د برید امر هم ډونلډ ټرمپ کړی دی.

دوی زیاتوي چې قاسم سلیماني په عراق او ټوله سیمه کې پر امریکايي ځواکونو د بریدونو پلانونه جوړول.

قاسم

د عکس سرچینه، KHAMENEI.IR

د عکس تشریح، کلونه وړاندې د لبنان د حزب الله ډلې مشر د ایت الله خامنه يي او قاسم سلیماني په منځ کې.