سوریه کې د ایران 'سپاه پاسداران' قومندان او غړي وژل شوي

د عکس سرچینه،
د سوریې په روانه جګړه کې د ایران 'سپاه پاسداران' درې غړي وژل شوي چې یو پکې قومندان او دوه افسران دي. رضا رستمي مقدم لرستان کې د 'سپاه' قومندان و. په تېره یوه میاشت کې سوریه کې د ایران 'سپاه' لږترلږه ۱۵ غړي وژل شوي.
تېره ورځ سوریه کې قدرت عبدیاني او مرتضی مسیب زاده هم وژل شوي، چې دواړه د 'سپاه' غړي وو.
ځینو ایراني رسنیو د وژل کېدو سیمه د سوریې سوېلي حلب ښار بللی دی.
په تېره یوه میاشت کې د سوریې سوېلي حلب خان طومان کې د ایران 'سپاه' لږترلږه ۱۵ غړي وژل شوي.
حلب کې بریدونه
عیني شاهدان وايي، د سوریې پر حلب ښار هوايي او ځمکني بریدونه ډېر شوي، چې د بشري حقونو د فعالانو اندېښنې یې راپورته کړې دي.
رپوټونه وايي، د جون پر شپږمه، د سوریې ځواکونو د روسیې په هوايي ملاتړ د حلب شاوخوا کې تر ۵۰ ډېر هوايي بریدونه کړي.
حلب د سوریې هغه دویم لوی ښار دی، چې واک یې د بشار الاسد د ځواکونو او د هغوی د مخالفو وسله والو ترمنځ وېشل شوی.
په تېره فبرورۍ میاشت کې پر اوربند سربېره، د حلب ښار شمال کې ډېر ځلې هوايي بریدونه شوي.









