سوریه کې د ایران شپږ پوځيان وژل شوي

د عکس سرچینه، Fars
ایراني رسنیو ویلي، په سوریه کې د ایران 'سپاه پاسداران' لږترلږه درې نور غړي وژل شوي دي. بل خوا د ایران رسنیو ویلي، چې درې نور ایراني پوځيان هم په سوریه کې وژل شوي دي.
ایراني رسنیو ویلي، په سوریه کې د ایران 'سپاه پاسداران' لږترلږه درې نور غړي وژل شوي دي. په وروستیو کې 'سپاه' په سوریه ک د خپلو څلورو غړو د وژل کېدو خبر ورکړل و.
د ایراني رسنیو د رپوټونو پربنسټ، په سوریه کې د ''سپاه پاسداران'' درې نور غړي وژل شوي دي.
د ایران د ځوانانو اړوند خبري آژانس وايي، د سپاه غړي سجاد طاهرنیا او روح الله عمادي د سوریې شمالي حلب ښار کې وژل شوي.
په یوه بل خبر کې یو بل افسر محمد ظهیري د وژل کېدو خبر هم خپور شوی دی.
ددغو درو کسانو د وژل کېدو دقیق ځای نه دی په ډاګه شوی.

د عکس سرچینه، Fars
د سپاه پاسداران پر غړو سربېره، ایراني رسنیو په سوریه کې د حکومت له مخالفو وسله والو سره د درو نورو ایراني پوځيانو د وژل کېدو خبر هم ورکړل دی.
د وژل شویو درو ایرانیانو نومونه حمید رضا دايي تقي، جبار عراقي، او پویا ایزدي ښودل شوي.
''سپاه پاسداران'' په وروستیو کې وویل، چې سوریه کې یې د عاشورا او تاسوعا په ورځو کې څلور غړي وژل شوي، چې د دوی د معلوماتو پربنسټ، نومونه یې مصطفی صدر زاده، میلاد مصطفوي، عبدالله باقري او امین کریمي اعلان شوي.

د عکس سرچینه،
د ایران ''تسنیم'' وېبپاڼې چې سپاه پاسداران ته نژدې ده، په یوه راپور کې ویلي وو دغه کسان د حلب ښار په څنډو کې وژل شوي.
سپاه پاسداران ډېر کله ویلي چې پوځيان یې د سوریې جګړه کې ښکېل نه دي، بلکې د بشار الاسد له ځواکونو سره د سلاکارانو په توګه کار کوي.
په وروستیو اونیو کې د پاسداران ګڼ غړي په سوریه کې وژل شوي.

د عکس سرچینه، Fars
په تازه پېښو کې سوریه کې د پاسداران تر ټولو مهم قومندان او مشر جګړن حسین همداني وژل شوی و.
نوموړی د سپاه تر ټولو لوړپوړی مشر و چې په سوریه کې وژل شوی.
رپوټونه وايي، په سوریه کې د سپاه پاسداران، او د دوی د هغو اړوندو افغانانو او پاکستانیانو د وژل شویو شمېر تر ۴۰۰ کسانو اوښتی، چې د دوی په لمسون او هڅونې هلته د بشار الاسد د نظام په ملاتړ جنګېږي.
د سوریې اناتولیا خبري آژانس ویلي، له ۲۰۱۱ کال راهیسې سوریه کې د روانې جګړې پرمهال تر اوسه د ایران د ''سپاه پاسداران'' د ۳۰۰ وژل شویو غړو نومونه په ډاګه شوي، چې ۲۶ یې په کې لوړپوړي مشران دي.








