سوریه کې د ایران 'انقلابي ګارد' جګپوړی مشر وژل شوی

د عکس سرچینه، AFP
په سوریه کې د ایران د ''انقلابي ګارد'' یو جګپوړی قومندان او لوا مشر وژل شوی. د
د جمعې په ورځ (تله ۱۷مه/اکتوبر ۹) د ''انقلابي ګارد'' اړوند خبري آژانس [پاسدار نیوز] په یوه اعلامیه کې وویل، لوا مشر حسین همداني چې ''د اسلامي انقلاب له جګپوړو لوا مشرانو او سلاکارانو او سوریه کې د ترهګرو پرضد د اسلامي مقاومت د جبهې یو فعال مشر و، تېره ورځ مازدیګر د حلب ښار په څنډو کې د ''داعش'' ترهګرو له خوا وژل شوی''.
حسین همداني د پاسدارانو د عمومي قومندان سلاکار او د امام حسین د قرارګاه مشر ځای ناستی و.
نوموړي د ایران د لسم پړاو ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د اعتراضونو په پایله کې د ''محمد رسول الله'' ډلې مشري او د تهران د امنیت څارنه پرغاړه لرله.
په ۲۰۱۱ کال اروپايي ټولنې پر لوا مشر حسین همداني او ځینو نورو ایراني پوځي مشرانو ایران کې له بشري حقونو د سرغړونې او د سوله ییزو مظاهرو پرمهال د لاریونیانو د ځپلو او وژلو په تور بندیزونه ولګول.
پر دې اساس نوموړي د اروپايي ټولنې اړوندو هېوادونو ته د سفر اجازه نه لرله او په دغو هېوادونو کې یې د شتمنۍ کنګل کولو امر شوی و.
حسین همداني یو له هغو کسانو هم و، چې د ایران ولسمشر ته یې په ۱۳۷۸ کال د محصلینو د لاریون پرمهال په یوه لیک کې ویلي وو چې ''نور یې د صبر کاسه ډکه شوې ده، که چېرې د لاریونونو مخه ونه نیوله شي، دوی به پخپله لاس په کار شي''.

د عکس سرچینه، tasnimnews
د ایران ''تسنیم'' وېبپاڼې په حواله، حین همداني د ''سپاه پاسداران'' یو ''وتلی قومندان'' و، چې د ایران ـ عراق د اته کلنې جګړې او له انقلاب وروسته د کردستان د نارامیو پرمهال اغېزناکه ونډه لرله.
نوموړی د ایران په لوېدیځ، په تېره بیا همدان او کردستان ولایتونو کې د ''سپاه پاسداران'' له مهمو بنسټګرو ګڼل کېده.
ایران له روسیې سره د بشار الاسد د ملاتړو په ډله کې دی، چې څو ځلې لوېدیځو رسنیو او سوریه کې د حکومت مخالفو د سوریې کورنۍ جګړې ته د ایراني پوځيانو د استولو او هلته د ایران له خوا د استول شویو جنګیالیو د نیول کېدو خبر ورکړی.
وړاندې هم په سوریه کې د ایران ځینې جګپوړي پوځي قومندانان وژل شوي.
د روان کال په لومړیو کې هم د عراق پلازمېنې بغداد ته نژدې سامراء ښار کې د ایران ''انقلابي ګارد'' (سپاه پاسداران) یو قومندان رضا حسیني مقدم د (اسلامي دولت) ډلې په برید کې وژل شوی و.

د عکس سرچینه، BBC World Service
تر مقدم وړاندې، ایران په عراق کې د خپل یوه قومندان حمید تقوي د وژل کېدو خبر هم ورکړی و.








