عراق کې داعش د 'انقلابي ګارد' یو قومندان وژلی

د عکس سرچینه، BBC World Service
د رسنیو د رپوټونو له مخې د عراق پلازمېنې بغداد ته نژدې سامراء ښار کې د تېرې شنبې په ورځ د ایران ''انقلابي ګارد'' (سپاه پاسداران) یو قومندان د (داعش) په برید کې وژل شوی دی.
د ایران اسلامي انقلاب سپاه پاسداران یوې نژدې وېپپاڼې 'تسنیم' د وژل شوي قومندان نوم رضا حسیني مقدم اعلان کړی او وايي چې په سامراء ښار کې د (اسلامي دولت) داعش په برید کې وژل شوی.
د رپوټونو له مخې، ښاغلی حسیني مقدم په نجف ښار کې خاورو ته سپارل شوی.
ځینو رسنیو حسیني ''د نصر پنځم لښکر د عملیاتي استخباراتو مرستیال'' یاد کړی. دغه لښکر په شمالي خراسان کې مېشت دی.
ښاغلی حسیني د سپاه پاسداران دویم قومندان دی چې په څه کمو دوو میاشتو کې سامراء کې وژل کېږي.
تردې مخکې، ایران منلې وه، چې سامراء کې د ''تکفیري او داعش ترهګرې ډلې په مبارزه کې قومندان حمید تقوي د خپل استشاري ماموریت پرمهال وژل شوی دی''.
د ایران ځینو خبري سرچینو د تقوي وژل کېدو ترشا هم د داعش بریدونه یاد کړي وو.
که څه هم ایران په عراق او سوریه کې د خپلو ځواکونو حضور نه مني او وايي هلته دوی یوازې د سلامشورې لپاره ځینې پوځيان سلاکاران استولي، خو څو ځلې د داعش په لاس د ایران د پوځ له لوري ګومارل شوي کسان نیول شوي، چې یو پکې څه باندې یوه میاشت مخکې یو افغان هم وو چې له ایران نه د پیسو په مقابل کې سوریې ته د جګړې لپاره استول شوی و.

د عکس سرچینه، BBC World Service
عراقي چارواکي، د کردستان ولایت په ګډون، وايي د داعش پر وړاندې د ایران تسلیحاتي همکاري حیاتي بڼه لري.
څو ورځې مخکې د امریکا د دفاع وزارت په عراق کې د ایراني هوايي بریدونو خبره کړې وه، چې ایران دا خبر بیا رد کړی و.
دوې ورځې مخکې د امام حسین سپاه قرارګاه ځای ناستي ویلي وو چې ''تر ۱۰ ډېرو هېوادونو'' له ایران نه د داعش پروړاندې مبارزه کې د همکارۍ غوښتنه کړې وه، خو نوموړي ددغو هېوادونو نومونه یاد نه کړل.
د تېرې جنورۍ پر ۱۹ هم د ایران انقلابي ګارد رسماً ومنله چې د سوریې جولان پر لوړو د اسرائیلو په برید کې د لبنان حزب الله شیعه ډلې د شپږو غړو سربېره د ایران د انقلابي ګارد یو جنرال <link type="page"><caption> محمد علي الله دادي</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2015/01/150119_hh-hezbollah-killing-israel" platform="highweb"/></link> او ځینې نور جنګیالي هم وژل شوي دي.








