اسرائیلي برید کې د ایران انقلابي ګارد جنرال وژل شوی

د عکس سرچینه، BBC World Service
د ایران انقلابي ګارد رسماً ومنله چې د سوریې جولان پر لوړو د اسرائیلو په برید کې د لبنان حزب الله شیعه ډلې د شپږو غړو سربېره د ایران د انقلابي ګارد یو جنرال او ځینې نور جنګیالي هم وژل شوي دي.
انقلابي ګارد پر خپله رسمي وېبپاڼه د وژل شوي جنرال نوم محمد علي الله دادي ښودلی دی.
سرچینه وايي، جنرال الله دادي یو سلاکار و چې له سوري حکومت سره یې د سلفي تکفیریانو پرضد مرسته کوله.
دوی دا هم ویلي، چې په برید کې له یاد جنرال سره د هغه ځینې جنګیالي هم وژل شوي دي.
د لبنان حزب الله ډلې ویلي، د جولان پر لوړو د اسرائیلو یوه برید د حزب الله شپږ غړي وژلي دي.
الله دادي څوک دی؟

د عکس سرچینه، a
محمد علي الله دادي د کرمان سیرجان ته څېرمه پاریز کې زیږېدلی، د ایران ـ عراق په جګړه کې د ۳۱ ثأرالله کرمان له لښکر سره یوځای شو چې مشري یې قومندان قاسم سلیماني کوله، او ترڅنګ یې د قدس د سپاهیانو مشري هم کوله.
ښاغلی سلیماني درې کاله وروسته پوځکې ډېر مخته ولاړ چې د جګړې په کلونو او بیا وروسته یې د جنرالۍ رتبې ته ورسېد.
هغه یوڅه موده کرمان کې د سیرجان پوځیانو مشر و.
بیا وروسته د یزد الغدیر پوځيانو مشر شو،او تر ۱۳۹۱ کال پورې یې پوځي دنده مخته وړله، چې بیا وروسته لبنان ته ولاړ.
ویل کېږي دا چې هغه څو کلونه په ثأرالله لښکر کې د قومندان قاسم سلیماني تر څارنې لاندې و، د سلیماني پوځيانو کې هغه ته تر ټولو نژدې قومندان ګڼل کېده.

د عکس سرچینه، a
د حزب الله اړوند المنار تلویزیون ویلي، دغه کسان د اسرائیلو د یوه توغندي په برید کې وژل شوي، چې پر قنیطره سیمه یې توغولی دی.
فرانس پرېس خبري اژانس د یوې اسرائیلۍ امنیتي سرچینې له قوله ویلي، چې دغه کسان د یوې پوځي چورلکې له خوا په نښه شوي دي.

د عکس سرچینه، MEHR
حز<span >ب الله وايي، په وژل شویو کې د حزب الله د یوه مخکني وژل شوي قومندان جهاد مغنیه زوی عماد مغنیه هم دی.
عماد مغنیه په ۲۰۰۸ کال د سوریې په یوه چاودنه کې وژل شوی، چې ویل کېدل اسرائیل د چاودنې تر شا وو، خو اسرائیلو دا ادعا رد کړې وه.
جهاد مغنیه څو ځلې ایران کې د قدس د ساتونکې ډلې له مشر قاسم سلیماني ترڅنګ لیدل شوی دی.
المنار تلویزیون وايي اسرائیلو د قنیطره سیمې پر یوې کروندې دوه توغندي توغولي دي.
دغه تلویزیون دا هم ویلي چې وژل شوو کسانو د قنیطره کروندې کې یو کشفي عمل ترسره کاوه.
بریتانیا مېشتې د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې ویلي، دواړو توغندیو د وسله والو موټر په نښه کړي.

د عکس سرچینه، yjc.ir
سرچینه وايي، په وژل شویو کې د ایران د اسلامي انقلاب د پاسداران یو غړی هم دی.
اسرائیل وايي، دغه کسان یې ځکه په نښه کړي، چې په وینا یې پر اسرائیلو یې د برید تابیا نیوله، خو په اړه یې ډېر جزییات ورنه کړل.
دا برید څو ورځې وروسته تر هغه شوی چې د لبنان حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله ویلي وو، پر سوریې د اسرائیلي بریدونو غچ اخیستو ته چمتو دی.
حسن نصرالله د لبنان المیادین تلویزیون ته ویلي وو، حزب الله له ۲۰۰۶ کال راهیسې د فاتح ۱۱۰ په نامه ایراني توغندي لري، چې په ټولو اسرائیلو کې هرځای په نښه کولی شي.
اسرائیلو په سوریه کې څو ځلې د حزب الله ډلې اړوند ځایونه په نښه کړي، چې وايي هدف یې د هغو د وسلو د زېرمو ختمول دي.

د عکس سرچینه، AP








